Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست ښار کې ځینې پخوانۍ ودانۍ د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دي

خوست ښار کې ځینې پخوانۍ ودانۍ د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/26

که له یوې خوا په وروستیو کې د خوست ښار بڼه نویو او دنګو ودانیو تر ډېره معیاري او ښکلې کړې، خو لاهم په دغه ښار کې لسګونه کاله پخوا جوړې ودانۍ شته، چې اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او د ښار اوسېدونکو لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د خوست ښار اوسېدونکی محمد یعقوب خان وايي: « زړې ودانۍ دا مهال لوی خطر دی. له یوې ودانۍ پر ما لویه ډبره راولوېده،خو زه ترې بچ شوم. په کار ده،چې ژر تر ژره یې غم وخوړل شي؛ ځکه که زلزله راغله ډېر خلک به ترې لاندې شي.»

په ورته مهال، د دغه ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي، په ښار کې پخوانیو ودانیو که له یوې خوا د ښاریانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بله خوا یې د ښار ښکلا ته هم زیان رسولی او پر دې سربېره یې ښاریانو ته ګڼې نورې ستونزې هم جوړې کړې دي.

دوی له ځايي مسوولینو غواړي چې، د یادې ستونزې د هواري په تړاو جدي ګامونه واخلي.

د خوست ښار یو تن اوسېدونکی نجیب وايي: « که زلزله راغله، دا ودانۍ ټولې ورانېږي او په دې سره به درانه مالي او ځاني زیانونه واوړي.»

همدارنګه د خوست بل اوسېدونکی محب الله بیا وايي: « دا زاړه مارکېټونه اکثریت د روسانو د وخت دي او د انقلاب پر مهال زیانونه هم ورته رسېدلي. خوست کې زلزلې ډېرې کېږي، که چېرې زوروره زلزله راشي، زیانونه به یې زیات وي.»

د خوست ښار اوسېدونکی سبیل خان وايي: « دا ودانۍ ډېرې زړې شوې او ښار یې هم بدرنګ کړی. که دا ودانۍ نوې شي، ښار به هم ورسره ښایسته شي.»

اخوا ځایي مسوولین وایي، د خوست ښار د یادې ستونزې د هواري په تړاو یې هڅې پیل کړې او په دې برخه کې له مرکزي حکومت سره پر ګډه د ښارونو پراختیا او اساسي رغونې په اړه ځینې پلانونه به ډېر ژر پلي شي.

د خوست ولایت د کور او ښار جوړونې رییس حضرت جمال وايي: « په پلان کې ده، چې د دغو ودانیو لپاره نوې نقشې پلې کړو. موږ ته لارښوونه شوې، چې په هرو پنځو کالو کې د ښار پر نقشه له سره کتنه وکړو.»

که څه هم خوست ښار کې په تېرو دوو لسیزو کې د یوه پرمختللې ښار ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې، خو لا یې هم تر ډېره بڼه پخوانۍ ده او له همدې امله د دغه ولایت اوسېدونکي ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت دې یې د پراختیا او اساسي رغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist