د بادغیس ولایت د پيستې یو شمېر سوداګر د دغې مېوې ځنګلونو ته د خلکو نه پاملرنه او له وخت وړاندې د پیستې حاصلاتو راټولولو څخه شکایت کوي او ټینګار کوي، چې چارواکي باید د دغو عامه شتمنیو د ساتنې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د پیستې یوتن سوداګر عبدالله وايي: « له چارواکو غوښتنه کوو، چې د پیستو محصول کنټرول کړي او اجازه ورنه کړي چې خلک یې خامه راټوله کړي.»
د پیستې یو بل سوداګر شېر احمد بیا وايي: « زموږ د پیستو ځنګلونه ضایعات لري، د دغو ضایعاتو مخه باید ونیول شي.»
له وخت وړاندې د پیستو حاصلاتو راټولول سبب شوي، چې د دغه محصول کیفیت او صادرات اغېزمن شي.
د مسوولینو په خبره، په کلني ډول له افغانستان څخه له ۳ تر ۴ زرو ټنو د پیستو مغز هندوستان، ترکیې، امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته صادرېږي.
په لوېدیځ زون کې د پیسو د صادراتو ټولنې مشرمهدي اکرمي وايي: « په منځنۍ کچه له ۳ تر ۴ زرو ټنو پیسته هندوستان، ترکیې، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادرېږي. سږ کال هم پلان لرو، چې د افغانستان پیسته د نړۍ بازارونو ته ورسوو.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم له پخېدو وړاندې د پیستې راټولولو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دا کار له يوې خوا د پیستې حاصلات کموي او له بلې خوا د پیستې کيفيت او د هېواد اقتصاد ته زيان رسوي.
د پوهنتون استاد سید فهیم انتظار وايي: «له بده مرغه په دې وروستیو کلونو کې د پیستې ځنګلونه په ډېرې بې رحمۍ د خلکو له خوا پرې شوي او له امله یې د دغې مېوې ځنګلونو ته نه جبرانېدونکي زیانونه رسېدلي دي. کله چې ځنګل زیانمن شي، د خلکو اقتصاد هم ورسره زیانمنېږي.»
په همدې حال کې د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ مرستیال محی الدین بشري وايي، د پیستو ځنګلونو د ساتنې لپاره یې ساتونکي ګومارلي او په دې توګه یې له پرې کولو مخنیوی شوی.
بشري زیاتوي: « د پیستو ځنګلونو د ساتنې لپاره برحال ساتونکي لرو او معاش ورکول کېږي.ِ»
د بادغيس د کرنې، ابو لګولو او مالدارۍ رياست د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې دوى په دې بریالي شوي، چې څه باندې ۴ زره هکټاره ځمکه باندې د پیستې ځنګلونه بېرته ورغوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.