Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لوېدیځو ولايتونو کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي

لوېدیځو ولايتونو کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/25

په لوېدیځو ولایت کې خبريالان د رسنيو کمزوری اقتصاد او د يو شمېر خصوصي او دولتي ادارو له لوري ورسره په ټاکلي وخت د معلوماتو نه شريکول، د خپلو فعاليتونو پر وړاندې بنسټيز خنډ بولي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې د رسنیو اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

هرات ولایت کې یو خبریال نذیر احمد هاشمي وايي: « ستونزه دا ده،چې دولتي چارواکي ځواب نه راکوي، دولت باید له دوی سره همغږي وکړي ترڅو خبریالانو ته په وخت معلومات ورکړي.»

هرات ولایت کې یو بل خبریال احمد سمیع احمدي بیا وايي: « اکثریت دولتي ادارې ځواب ویونکې نه دي او دغه کار د دې سبب شوی چې خبریال په هغه دنده کې پاتې راشي چې ورسپارل شوې ده.»

د یو شمېر چاپي رسنیو مسوولین بیا ټولنه کې د خواله رسنيو زیاتوالی او د خلکو ترمنځ د چاپي رسنیو لوستلو دود نه شتون، چاپي رسنیو ته د لېوالتیا کمېدو لاملونه یادوي.

په هرات کې د اتفاق ورځپاڼې مسوول فایق هروي وايي: « د ورځپاڼو لوستل هغسې چې ښايي نه دي دود شوي. له بلې خوا د ټکنالوژۍ پرمختګ او دغه راز انټرنېټ او خواله رسنیو ته د خلکو لاسرسی لامل شوي چې د ورځپاڼو لوستلو لپاره لېوالتیا کمه شي. دغه چاره د هرات په شان ښار او د افغانستان په څېر فرهنګي هېواد لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.»

کارپوهان هم د رسنیو او خبریالانو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي، چې دولت دې د رسنیو او خبریالانو د فزیکي امنیت ترڅنګ اقتصادي او تخنیکي امنیت هم برابر کړي.

د پوهنتون استاد نعمت‌الله سروري وایي: « افغان خبریالان کله هم له مالي پلوه نه دي هڅول شوي. په تېرو ۲۰ کلونو کې دولت هسې په خوله ویل، چې د خبریالانو ملاتړ کوي،خو دا خبره یوازې د کاغذ پرمخ وه او په عمل کې له خبریالانو هېڅ ډول ملاتړ نه دی شوی.»

له دې ټولو سره سره، چارواکي له رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ ډاډ ورکوي او ټینګار کوي، چې د دیني او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د رسنیو ستونزو حل ته ژمن دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي: « اسلامي امارت د مطبوعاتو او رسنیو په برخه کې له هر هغه څه سره همکار دی، چې زموږ له اسلامي او ملي ارزښتونو سره سمون ولري، په ځانګړې توګه د چاپي رسنیو په برخه کې.»

دا په داسي حال کې ده، چې د لوېدیځ زون په ټولو ولایتونو هرات، غور، بادغیس، فراه او نیمروز کې دا مهال شاوخوا ۶۰ انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالیت لري، چې په کې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه خبریالان پر کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist