Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان پر فضا یو ځل بیا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي

د افغانستان پر فضا یو ځل بیا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/24

رویټرز خبري آژانس وایي، په تهران کې د حماس اسلامي غورځنګ مشر اسماعیل هنیه تر مړینې وروسته د ایران او اسراییلو ترمنځ جنجالونو او ګواښونو ګڼ هوایي شرکتونه اړ کړي، چې د منځني ختیځ پرځای د افغانستان له هوایي حریم څخه کار واخلي.

دغه آژانس د فلایټ‌ ټریډرز۲۴ په نوم سازمان د یوه ویاند ایان پیچنیک له خولې، چې په نړۍ کې د هوايي ټرافیکو مسیر څاري لیکلي،  په منځني ختیځ کې روان ناڅرګند کړکېچ ګڼ نړیوال هوایي شرکتونه اړ کړي، چې د افغانستان له فضايي حريم څخه الوتنې وکړي.

پیچنیک زیاتوي: « د ایران او اسراییلو ترمنځ اوسني کړکېچ ګڼو نړیوالو هوایي شرکتونو ته دا فرصت په لاس ورکړی، چې د خپلو الوتنو لپاره د افغانستان هوایي حریم یو خوندي او ښه انتخاب وګڼي. د روانې اګست میاشتې په دویمه اوونۍ، د افغانستان له هوایي حریم څخه د الوتنو شمېر اوه برابره زیات شوی دی.»

نړیوالو الوتنو خپل مسیر د اپرېل له نیمایي څخه هغه مهال بدل کړ، چې ایران او اسراییلو پر یو بل د ډرون او اوږده واټن ویشتونکو میزاییلو بریدونه وکړل.

په ورته مهال د اسلامي امارت چارواکي له نړیوالو هوایي شرکتونو غوښتنه کوي، چې د افغانستان پر هوایي حریم ډاډه تګ راتګ وکړي.

دوی وایي، اوس‌ مهال په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او ټول نړیوال هوایي شرکتونه کولی شي د افغانستان له هوایي حریم څخه په خوندي توګه ګټه واخلي.

په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر رئیس سهیل شاهین وايي:« دا یو حقیقت دی، چې د افغانستان هوايي حریم دا مهال امن دی. دلته اوس جګړه نه شته او نړیوال هوايي شرکتونه کولی شي، زموږ له نافذه قوانینو سره سم د افغانستان له هوايي حریم الوتنې وکړي. باید د هوايي چلن په نړیوال سازمان کې د افغانستان استازی ومنل شي، ترڅو له نړیوالو هوايي شرکتونو سره همغږي لا ډېره کړو.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي هم د افغانستان فضا خوندي او ارزانه بولي او زیاتوي: « په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۶۰ زیاتې الوتنې د افغانستان له فضا څخه کېږي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې د افغانستان فضا خوندي. دا مهال امریکايي او بریټانوي هوايي شرکتونه، لوفټ هانزا، ایرآستانه، ایر فلوټ، ایر اینډیا او یو شمېر نور نړیوال شرکتونه د افغانستان له فضا څخه عبوري الوتنې ترسره کوي. اوسمهال د افغانستان فضا هم خوندي او هم ارزانه ده.»

د سیاسي چارو کارپوهان  د افغانستان پر هوایي حریم د نړیوالو هوایي شرکتونو د الوتنو زیاتوالی مهم بولي او ورسره پر سرپرست حکومت غږ کوي، چې په دې برخه اړین ډول ګامونه پورته کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « که د افغانستان له هوايي حریم ګټه اخیستنه همداسې ادامه ولري، نه یوازې اقتصادي ګټه به ولري، بلکې په امنیتي برخه کې به هم ډاډ ورکړل شي، چې د افغانستان فضا امن ده. باید په دې برخه کې شته ستونزې له منځه یوړل شي، ترڅو یې اقتصادي ګټه نوره هم زیاته شي.»

د راپورونو له ‌مخې، په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي کړکېچ او د لبنان او اسراییلو ترمنځ د جګړې وېرې ته په کتو، د سینګاپور هوايي شرکت، بریټانوي هوايي شرکتونه او د جرمني لوفت هانزا هوايي شرکت اوس د خپلو الوتنو د خوندي تېرېدو لپاره د افغانستان له فضايي حریم کار اخلي.

تر دې وړاندې د هند ایر اینډیا، د اېټالیا آی.ټي.اې ایروېز، د بلجیم د بروکسل ایرلاین، د سویس ایرلاینز او د امریکا او ډېلټا هوايي شرکتونو اسراییل او لبنان ته خپلې الوتنې وځنډولې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵ مه پرافغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وړاندې په کابل هوايي ډاګر کې مېشتو امریکايي ځواکونو د هوایي ډګر د ځغاست ‌لیکې په ګډون د الوتنو د کېناستو او پورته کېدو د تنظیم وسایل ویجاړ کړل او ورسره ډېرو نړیوالو هوایي شرکتونو د افغانستان هوایي حریم له کارولو څخه لاس واخیست.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist