Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار ښاریان: د څښاک پاکو اوبو نه شتون له ستونزو سره مخ کړي یو

د کندهار ښاریان: د څښاک پاکو اوبو نه شتون له ستونزو سره مخ کړي یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

د نړۍ پر کچه د اقلیمي بدلون یوه له سترو نښو د سمندر له سطحې لوړو هېوادونو کې د اوبو کمښت دی. دغه کمښت اوس د افغانستان په سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې تر نورو ډېر لیدل کېږي. کندهار یو له هغو ولایتونو دی، چې دا مهال د اوبو له جدي کمښت سره مخامخ دی.

د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د پاکو اوبو یوه ژوره څاه او ټانکۍ یوازې د یوه کلي اوسېدونکو لپاره جوړه شوې، خو په خپلو کلیو کې د اوبو نه لرلو له امله د څو نږدې کلیو اوسېدونکي هم ګټه ترې اخلي.

د یادې سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د پاکو اوبو سخته اړتیا ده او خلک نه شي کولی په پیسو اوبه واخلي.

د کندهار ښار یو تن اوسېدون صالح محمد وایي: « د پنځو شپږو جماتونو خلک له دې څاه څخه اوبه وړي. څاه یوه، خو نفوس ډېر دی. موږ ته باید د پاکو اوبو نورې څاه ګانې هم وکېندل شي.»

د کندهار ښار یوبل اوسېدونکی فدامحمد وایي:« دلته له ډېرې لرې فاصلې څخه خلک راځي او له دې ځایه اوبه وړي. د سهار له لمانځه څخه تر نهو بجو پورې له دې ځایه خلک اوبه وړي.»

د صدیق الله په نوم یو یو ځايي اوسېدونکی د دولتي اوبو له لوړې بیې شکایت لري او وایي: « زموږ په کلي کې اوبه نه شته او دلته پسې راځو. دولت د پاکو اوبو نلونه راتېر کړي، خو موږ یې د اخیستلو وس نه لرو.»

دا یوازې نهمه ناحیه نه ده، بلکې په کندهار کې ښار کې دا مهال نورې ناحیې او زیات شمېر خلک د پاکو اوبو له نه شتوالي سره مخ دي.

د دغه ولایت د اوبو رسولو ریاست د مسوولینو په خبره، دا مهال د کندهار ښار یوازې ۱۵ سلنه اوسېدونکي د ښاري شبکو اوبو ته لاس رسی لري.

د مسوولینو په وینا، دوی په دې برخه کې ډېرې پروژې تر لاس لاندې لري او هڅه کوي ټول ښار ته اوبه ورسوي.

د کندهار ښار د اوبو رسولو ریاست تخنیکي آمر انجنیر نیاز محمد مسلم وايي:« د ښاري اوبو رسولو ریاست په تېرو دوو کالو کې ۴ زره کورنیو ته اوبه رسولې دي؛ خو دا چې اوس وچکالي ډېره شوې، نو موږ هم خپلې هڅې چټکې کړې دي، له ګڼو موسسو، ډونرانو او د مرکزي حکومت له چارواکو سره مو اړیکې نیولې، چې په پایله کې یې ۲ زره نورو کورنیو ته هم اوبه چمتو شوې دي. هڅه کوو، چې د ښار په ټولو برخو کې د څښاک اوبو سیسټمونه فعاله کړو.»

د کندهار د اوبو رسولو ریاست د مسوولینو په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې ۶ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه رسول شوې او لا هم یو شمېر نیمګړې پروژې ترلاس لاندې دي،چې په بشپړېدو سره به یې ګڼو نورو کورنیو ته هم اوبه ورسول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist