Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

بلخاب د سرپل یوه له هغو غرنیزو ولسوالیو ده، چې له مرکزه ۲۰۰ کلیومټره لرې پرته ده او له بامیانو بلخ او سمنګان ولایتونو سره ګډه پوله لري.

د مرکز او دې ولسوالۍ ترمنځ نښلونکې لارې خورا ويجاړې دي، د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي او موټر چلونکي وايي، په دغه لار  د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

یو تن موټر چلوونکی غلام سخي: « موږ د امنیت په لحاظ هېڅ ډول ستونزه نه لرو. زموږ ستونزه د لارو ده. موږ کابل ته د بامیانو له لارې ځو او په دوو ورځو کې رسېږو. موږ نه شو کولی، د خرابو لارو له امله خپل ناروغان تر روغتون پورې ورسوو.»

ورته محال، د بلخاب ولسوالۍ  سیمه ییز مسوولين هم ستونزه مني، خو وايي، له اړونده مسوولو ارګانونو او چارواکو سره یې شريکه کړې او په دې برخه کې د اړینو ګامونو پورته کېدو په تمه دي.

د بلخاب  ولسوالۍ ولسوال احمد حسین سنګر دوست وایي: « د بلخاب سړک د ډبرو سکرو لېږدوونکو لاریو  او دغه راز سېلابونو په وسیله ویجاړ شوي. موږ د ولایت مقام ته وړاندیز کړی او تمه لرو، چې ژر د بیا رغولو ګامونه پورته شي.»

د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰۰ زره کورنۍ ژوند کوي، چې د ژوند له اړينواسانتياوو بې برخې دي.

دوی د خپلو ستونزو د حل په موخه د لازمو پروژ د پلې کېدو غوښتنه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist