Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر له والیانو سره کتنه کې د شریعت پر پلي کولو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبت الله اخوندزاده په کندهار  ولایت کې د ټولو ولایتونو له والیانو سره کتلي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، کتنه کې د رهبر له لوري  والیانو ته د ښې حکومتولۍ، مسوولیتونو ته د پاملرنې، د شریعت پلي کولو، د نظام ساتنې او د اسلامي نظام  پیاوړتیا سپارښتنه شوې.  

فطرت په دې اړه وايي:« په دې غونډه کې د مشرتابه له خوا والیانو ته د ښې حکومتولۍ، مسوولیتونو ته د پاملرنې، د شریعت پلي کولو، د نظام ساتنې او د اسلامي نظام د پیاوړتیا سپارښتنه شوې.»

فطرت  وايي، د اسلامي امارت رهبر په دې کتنه کې والیانو ته سپارښتنه کړې، چې د خلکو عقیدتي او فکري اصلاح ته دې پاملرنه وکړي او هېچا ته دې د غیر شرعي  فعالیت ترسره کولو اجازه نه ورکوي.

د اسلامي امارت رهبر په دې کتنه کې له ديني علماوو سره د والیانو پر نږدې همکارۍ سربېره ټینګار کړی، چې والیان باید د دین په تنفیذ کې له علماوو مشوره واخلي.

فطرت زیاتوي: « مشرتابه والیانو ته سپارښتنه وکړه، چې د خلکو فکري او عقیدتي او د ځوان نسل سالمې روزنې ته پاملرنه وکړي او خپلې چارې له علماوو سره په مشوره ترسره کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان له چارواکو سره د اسلامي امارت رهبر لیدنې په اوسنیو شرایطو کې د ولس د ستونزو حل او غوښتونو لپاره مهمې بولي او ټینګار کوي، چې دولتي ادارو او ولایتونو کې والیان باید له خلکو سره نرم چلن غوره کړي او دغه راز یې ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه روح الله هوتک وايي: « له حکومتي چارواکو سره د زعیم ناسته یو غوره ګام دی. والیان به په دې ناسته کې د افغانانو ستونزې مخامخ تر مشرتابه ورسوي او کېدای شي د حل لارې ورته ومومي.»

له دې وړاندې د اسلامي امارت رهبر د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرستانو او دغه راز د استخباراتو له عمومي رییس سره په لیدنه کې پر امنیتي وضعیت او په امنیتي سکټور کې د ستونزو پر حل خبرې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist