Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: تېر یوه کال کې له ۶۰۰ زرو زیاتو کونډو، یتیمانو او معلولینو سره نغدي مرستې شوي

حقاني: تېر یوه کال کې له ۶۰۰ زرو زیاتو کونډو، یتیمانو او معلولینو سره نغدي مرستې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

د اسلامي امارت د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې دا ځل د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني وايي، په تېر یوه کال کې یې څه باندې ۶۰۰ زره کونډې، یتیمان او معلولین تثبیت کړي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

د حقاني په خبره،  د تېر کال د زمري له میاشتې راهیسې یې پر دغو څه باندې ۶۰۰ زرو یتیمانو، کونډو او معلولینو شاوخوا ۱۵میلیارده ۴۰۰ میلیونه افغانۍ وېشلې دي.

هغه زیاتوي: « د یوه شفاف مکانېزم او بانکي سیسټم له لارې ۶۱۲ زره ۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۱۵ میلیارده ۴۰۷ میلیونه، ۳۰۰ زره ۷۰۸ افغانۍ د میاشتنیو نغدي مالي امتیازونو په توګه ورکړل شوې دي.»

حقاني وايي، په تېرو جګړو کې د وژل شویو امارتي او ملکي وګړو کونډو، یتیمانو او معلولینو ترڅنګ، د جمهوري نظام د وژل شویو عسکرو او منسوبینو څه باندې ۱۲۲ زرو کونډو یتیمانو او معلولینو سره میاشتنۍ نغدي مرستې کوي او هره میاشت کونډو ته پنځه زره او یتیمانو ته تر دوه زره افغانیو ورکول کیږي.

حقاني زیاتوي: «د تېرې ادارې ۱۲۲ زره، ۲۹۹کونډې، یتیمان او معلولین له موږ سره ثبت دي او میاشتني امتیازونه ورکوو. موږ دغه کسان د تېرې ادارې نه ګڼو، بلکې د افغانستان کونډې، یتیمان او معلولین یې بولو.»

د دغه وزارت مالي او اداري رییس کلیم الله افغان وايي،  په تېر یوه کال کې یې له خیریه بنسټونو سره په همغږۍ څه باندې ۸۹ زرو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې برابرې کړې دي.

د افغان په خبره، په تېر یوه کال کې نږدې څلور زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د مصنوعي اندامونو جوړولو او رواني درملنې په برخه کې خدمات وړاندې شوي دي.

افغان په دې اړه وايي:« زموږ د وزارت له خوا له خیریه بنسټونو سره په همغږۍ، تېر کال ۷۹ زره ۴۴۲ تنو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته خوراکي توکي، جامې، وېلچرونه، د خیاطۍ ماشینونه، زرنج موټرسایکلونه او ځینې نور وسایل وېشل شوي دي. همدارنګه ۳ زره ۸۸۵ تنو ته د بدن د مصنوعي غړو، غوږونو درملنې او رواني روغتیا په برخه کې خدمتونه وړاندې شوي.»

دغه راز، د دې وزارت چارواکي ادعا کوي، چې څه باندې ۲۸ زره تنه یې نا مستحق پېژندلي او د کونډو، یتیمانو او معلولینو د مالي امتیازونو له لېسته یې ایستلي دي.

حقاني: « ۲۸ زره ۱۸۳ تنه د نغدي مرستې منظورې شوې طرحې له مخې غیر مستحق ګڼل شوي. دا هغه کسان وو، چې د تېر نظام پر مهال یې ځانونه د کونډو، یتیمانو او معلولینو په لېست کې ثبت کړي وو خو دغه حالت یې نه درلود.»

د یاد وزارت د شمېرو له مخې، په ثبت شویو کونډو، یتیمانو او معلولینو کې ۳۶۹ زره ۵۳۳ تنه یتیمان دي چې له ډلې یې څه باندې ۱۶۳ زره نجونې او پاتې نور هلکان دي.

همداراز ۹۴ زره  کونډې او څه باندې ۱۸۹ زره  ښځېنه او نارینه معلولین په کې شامل دي.

د وزارت په خبره، په داسې پلان کار روان دی، چې له مخې یې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د کورونو او ځمکې د ورکړې ترڅنګ، په ځینو ولایتونو کې استوګنیز ښارګوټي هم جوړ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist