Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت : ټي.ټي.پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده

بهرنیو چارو وزارت : ټي.ټي.پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دوراني وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او دا خبره یې په کلکه رد کړې، چې ګڼي له افغانستانه د سپټمبر د یوولسمې برید ته ورته د یوه بل برید احتمال شته.

 د دغه وزارت په خبره، د سپټمبر د یوولسمې پېښې احتمال شته  دی، خو له افغانستان څخه نه بلکې له پاکستانه پېښېدای شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، افغانستان اوس یو امن او باثباته هېواد دی، چې پر بهرنیو مرستو د اتکا پرځای د خپلو سرچینو په کارولو سره د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره هلې ځلې کوي.

د تکل په خبره، که د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې خطر به په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.

تکل زیاتوي: « د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت استازي آصف علي دوراني څرګندوې له حقیقته لرې او د افغانستان په تړاو د عامه ذهنیتونو خرابولو یوه هڅه ده. نوموړي چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی، په حقیقت کې د دې هرڅه احتمال له پاکستانه لیدل کېږي. افغانستان اوس یو امن او با ثباته هېواد دی، چې پر بهرنیو پورونو او مرستو باندې د اتکا پرځای د خپلو سرچینو په کارولو سره د اقتصادي ځان بساینې هڅې کوي.»

سرپرست حکومت د آصف علي دوراني څرګندونو ته داسې مهال غبرګون ښودلی، چې تازه د پاکستان د لنډ مهالي حکومت پخواني لومړي وزیر انورالحق کاکړ هم په یوه مرکه کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) له افغانستان سره د اړیکو په رغونه کې د خنډونو یو له اصلي عواملو یاد کړی.

خو سرپرست حکومت د تېر په څېر د پاکستاني چارواکو څرګندونې ردوي او دغه هېواد کې روان وضعیت او ناامني د پاکستان داخلي ستونزې ګڼي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند  ټي.ټي.پي د پاکستان داخلي ستونزه بولي او وایي، دا ستونزه کورنی حل غواړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له پاکستانه د بهرنیو پالیسو او پروژو د تطبیق او تحقق لپاره کار اخیستل کېږي.

دوی د پاکستان د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې د ډيپلوماتیکو اصولو خلاف ګڼي.

پخواني ډیپلومات او د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « له افغانستان څخه نړۍ ته هېڅ ډول خطر نه شته. پاکستان غواړي آدرس بدل کړي او افغانستان نړیوالو ته بد وښيي. زه فکر کوم پاکستان ته یو ځل بیا پروژه ورکړل شوې، ترڅو افغانستان د ترهګرۍ ځاله معرفي کړي.»

 د سیاسي کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « پاکستانیان دا خبرې له افغانستان سره د دوښمنۍ او عقدې لرلو له مخې کوي او دا غیر مسوولانه څرګندونې دي.»

په داسې حال کې، چې پاکستاني چارواکي په دې هېواد کې د نا امنیو او ټولنیزو ناخوالو ګوته افغانستان ته نیسي، خو د بهرنیو چارو وزارت له اسلام آباد غوښتنه کړې، چې د دوه اړخیزو اړیکو د ساتنې لپاره دې پاروونکي او له حقایقو لرې څرګندونې نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist