Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افتخار حسین: افغانان باید سره یو شي

افتخار حسین: افغانان باید سره یو شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

په خیبر پښتونخواه کې د پاچا خان فکري مرکز له انګرېزي ښکېلاکه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۵ کالیزه نمانځلې.

په دغه نمانځغونډه کې د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین په خپله وینا کې د پاکستان پوځ د پښتنو په وژنه تورن کړ او د ۱۹۴۸ ز کال د بابړي پېښې په تړاو یې ګډونوالو ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل،  پوځ د بابړي جنګ کې په زرګونه پښتانه ووژل.

حسین د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، که ترهګري ختمول غوړاي نو پیل یې باید له پنجاب څخه وکړي؛ ځکه په خبره یې د ترهګرۍ اصلي رېښه هلته ده.

هغه  زیاته کړه: «که تاسو کې ایمان وي او وايي چې ترهګري ختموم، نو له پنجاب څخه یې را پيل کړه؛ ځکه چې د هرڅه ریښه هلته ده.»

د عوامي نېشنل ګوند مشر د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشرفیض حمید د پښتون قوم د ربړولو په تړاو ستر مجرم بللی او زیاتوي، چې نوموړي په ځلونوهڅه کړې چې د پښتنو ثقافت ته زیان ورسوي.

هغه زیاتوي: « د فیض حمید تر ټولو لوی جرم دا د،  چې زموږ ثقافت یې خراب کړی. ده ته باید داسې سزا ورکړل شي، چې راتلونکی نسل یې یاد وساتي.»

د پاکستان د حکومت له خوا پر عامو پښتنو ظلم او زور زیاتی نوې خبره نه ده. دغه هېواد د خپل جوړښت راهیسې د پښتنو په وژلو، نیولو او ورکولو کې لاس لري، خو د بشري حقونو سازمانونه یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي.

د خیبرپښتونخواه په پاچان خان فکري مرکز کې دغه غونډه د اګسټ پر ۱۹ مه نېټه چې د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۵مې کلیزې سره سمون لري، جوړه او دغه ورځ په کې ونمانځل شوه.

 په دې  غونډه کې  د لرو او برو پښتنو پر یووالي، پرمختګ او په پښتون وطن کې د پردیو جګړو په زیانونو او عواملو بحثونه وشول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist