Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام : افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري

یونېسف: روان کال څه باندې ۲۳ میلیونه افغانانو د بشري مرستو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/21

د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې نږدې درې ميليونه ماشومانو سره مرسته کړې.

راپور کې ویل شوي، روان زېږديز کال کې ۲۳.۷ افغانانو، چې ۱۲.۳ میلیونه ماشومان هم په کې شامل دي، د بېړ نیو بشري مرستو غوښتنه کړې.

د یونېسف په راپور کې راغلي، دوی د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۸.۲ میلیونو تنو ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته کړې او په دې لړ کې د دې سازمان د رواني روغتیا او د ټولنیز رواني ملاتړ له چوپړتیاوو څخه ۲۶ سلنه ښځې هم برخمنې شوې دي.

د راپور یوه برخه:« په ۲۰۲۴ کال د ۱۲.۳ میلیونه ماشومانو په ګډون نږدې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۸.۲ میلیونه ماشومانو او د هغوی کورنیو ته چې ۲۶ سلنه یې مېرمنې وې، د روانې روغتیا او ټولنیز ملاتړ خدمات وړاندې شوي دي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري په اوسنیو شرایطو کې د نړیوالو او مرستندویه سازمانونو مرستې اغېزناکې بولي او ټینګار کوي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د ځینو پروژو په پلي کولو سره د بېوزلۍ او بیکارۍ کچه راښکته کړي.

هغه زیاتوي:« د افغانستان خلک هم بشردوستانه او هم پراختیايي مرستو ته اړتیا لري. اسلامي امارت د بېوزلۍ کمولو لپاره د کار موندنې پروژې په لاره اچولي، ترڅو هم د افغانستان زیربناوې ورغول شوي او هم بېوزلي او بېکاري کمه شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیر الدین مایل  بیا د بېوزلۍ او بېکارۍ کمولو لپاره د تولیدي کارخونو فعالول مهم ګڼي او له سوداګرو غواړي، چې په هېواد کې لا زیاتې   کارخونې فعاله او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

مایل وايي: « د اوس لپاره تر ټولو نږدې لاره دا ده چې د افغانستان صنعتي سکټور خلکو ته کار ایجاد کړي. په دې سره به هم تولیدي کارخونې بشري ځواک ولري او هم به خلک د کار خاوندان شي.»

د یونېسف د راپور په یوې برخه کې راغلي، د روان کال په مې میاشت کې د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو په ۲۱ ولسوالیو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو راوتلو زیاته مرګ ژوبله اړولې او پرمهال یې۱۸۰ تنه مړه او ۲۸۰ نور ټپیان شوي دي.

 راپور زیاتوي، د روان زیږدیز کال په لومړۍ نيمايي کې یې نږدې ۴۵۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه، ۲۷۰ زره کسانو ته روغتیا او پاکۍ ساتلو خدمتونه او له نیم میلیون ډېرو کسانو ته د روغتیايي خوندیتوب پیغامونه رسول شوي.

شریک یې کړ ئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist