Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مخلص: تېر یوه کال سلګونه ښځې بدو کې له ورکولو ژغورل شوي

مخلص: تېر یوه کال سلګونه ښځې بدو کې له ورکولو ژغورل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/21

د سرپرست حکومت د ادارو  یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې د سه شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د زمري پر ۳۰ مه) د امربالمعروف او نهې عن المنکر  او شکایتونو اورېدولو وزارت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه وزارت د تقنین او پلان رییس شیخ محب الله مخلص وايي، په تېر یوه کال کې سلګونه ښځې په بدو کې له ورکولو ژغورل شوې او د سلګونو نورو د پلور مخه یې نیول شوې.

د مخصل په خبره، دغه وزارت د نارینه وو پرتله د ښځو حقونو ته ډېره پاملرنه کوي.

هغه زیاتوي: « په تېر یوه کال کې ۳۳۸ ښځې په بدو کې له ورکولو ژغورل شوې، ۲۰۵ تنو ښځو د پلور مخه نیول شوې، له ۲ زره ۶۰۰ زیاتو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی شوی، ۷۰۹ تنو ښځو ته د میراث حق اخیستل شوی او ۱۳۱۳ دوښمنۍ په دوستۍ اړول شوي.»

په ورته وخت کې د دغه وزارت د شکایتونو د تصنیف رییس راز محمد حامد بیا وايي، په تېر یوه کال کې یې له ۹ نیم زرو زیات شکایتونه ثبت کړي، چې نږدې پنځه نیم زرو ته یې رسېدنه شوې او شاوخوا ۱۱۰۰ نور یې تر تعقیب لاندې دي.

د حامد په په خبره، د دغو شکایتونو زیاته برخه حقوقي دي، خو جزايي او نور مسایل هم په کې شته دي.

حامد په دې اړه وايي:«له موږ سره اکثریت ثبت شوي شکایتونه حقوقي بڼه لري او جزايي هغه په کې ډېر کم دي.»

د دغه وزارت چارواکي وايي، په مرکز او ولایتونو کې یې لسګونه شراب خونې بندې کړي، له ۲۱ زرو زیات د موسیقۍ وسایل یې له منځه وړي، څه باندې درې نیم زره قماربازان یې له جوارۍ راګرځولي او همدا راز یې له ۱۳ زرو زیات نشه یي تابلیتونه له کاروباریانو سره نیولي او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.

همدا راز دوی وايي، په تېر یوه کال کې د یولسو تقنیني او اصولي سندونو مسودې هم ترتیب کړې او د قانوني پړاوونو په موخه یې اړوندو مراجعو ته استولې دي.

د دغو تقنیني مسودو له ډلې یوه هم د شکایتونو اورېدو قانون مسوده ده، چې د اسلامي امارت مشر له لوري په درېیو فصلونو او یوویشت مادو کې توشېح شوې او دا مهال نافذه ده.

د یاد وزارت په خبره، په مرکز او ولایتونو کې یې په ګڼ شمېر دولتي اداراو او عامه ځایونو کې د منکراتو مخنیوی کړی او په  لړ کې یې ۲۸۱ کم عمره  هلکان له امنیتي لیکو لرې کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist