Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار ښار کې د هوا ککړتیا؛ ښاریان د زرغونو سیمو پراختیا غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/20

په کندهار ښار کې د شنو ځایونو او پارکونو د کموالي له امله هوا ککړه شوې او پر خامه سړکونو د موټرو تېرېدو له امله دوړې هم ډېرې شوې دي.

ښاريان وايي، په ښار کې د شنو ځايونو نه شتوالی د هوا او چاپېريال د ککړتيا مهم لاملونه بولي او په خبره یې ښاروالۍ بايد د ښار د زرغونتيا لپاره لويې پروژې عملي کړي.

 دغه راز دوی وايي، د هوا د ککړتیا له امله خلک او په ځانګړي ډول ماشومان په بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته شوي.

د دوی په خبره، خلک باید د شنو سیمو په ساتنه کې له سرپرست حکومت سره مرسته وکړي، ترڅو د هوا ککړتیا سربېره د ناروغیو مخنیوی هم وشي.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی احمدشاه وايي: « که چېرې شنې ساحې او پارکونه جوړ شي او سړکونه پاخه شي، نو د ښار چاپېریال به ورسره پاک شي. زه له موټر لرونکو هم غوښتنه کوم، چې خپل موټر ترمیم کړي ترڅو د دود او کاربن ډای اوکسایډ تولید کم شي.»

بل خوا د کندهار ښاروالۍ مسولین هم وايي، ښاروالۍ د ښار زرغونتیا په برخه کې هڅه کوي او یوازې تېر کال يې ۱۴ زره نوي نیالګي کېنولي دي.

 د مسولینو په خبره، ښاروالۍ هوډ لري، چې د ښار د زرغونتيا لپاره نورې پروژې هم پلې کړي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم وايي:« کندهار ښاروالۍ په پام کې لري، چې پر هغو سړکونو او واټونو نیالګي کېنوي، چې نوي جوړ شوي یا له پخوا څخه پرې ونې نه وې کېنول شوې.»

کندهار ښار کې د هوا ککړتيا زياتوالي روغتيايي ستونزې هم رامنځته کړې  او  ښاريان غوښتنه کوي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره دې ژر تر ژره ګامونه پورته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist