Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د یوه بس چلوونکي ادعا؛ امنیتي ځواکونو مې سترګه ړنده کړه

د یوه بس چلوونکي ادعا؛ امنیتي ځواکونو مې سترګه ړنده کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/20

د کابل – شمال د لارې یوه مسافر وړونکي بس موتروان ادعا کوي، چې د بغلان دوشي ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليسو وهلی او سترګه یې ړنده کړې.

نوموړی چې د پروان ولایت د غوربند درې اوسېدونکی او د يوه مسافر وړونکي شرکت اړوند ۵۸۸ ډوله مسافر وړونکی بس چلوي وايي، پوليسو له جرم پرته د دوشي امنیه قوماندانۍ ته نږدې په چیک پاینټ کې ښکته کړی او په عام محضر کې يې له  وهلو سربېره پرې سترګه هم ړنده کړې.

هغه وايي:« خلاصه شوه، ړوند یې کړم، ما هېڅ ګناه او سرغړونه نه وه کړې، دا د دوی انصاف دی.»

شمشاد ته په کابل کې د نور روغتون يوې سرچینې هم تائيد کړه، چې په دوشي کې د پوليسو له لوري سترګې ته وهل شوی ياد موټر چلوونکی پنجشنبه د شپې ناوخته د درملنې لپاره ياد روغتون ته ور وړل شوی دی.

له دې پېښې ورهاخوا، موده وړاندې په کابل او ولايتونو کې هم داسې راپورونه ورکړل شوي، چې امنيتي سرتېرو په چک‌ پاینټونو کې پرعامو خلکو ډزې کړې.

په دوشي کې تازه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست د خپلواکۍ ۱۰۵مې کليزې د نمانځنې پرمهال د ولسي رضايت ترلاسه کولو لپاره امنيتي ځواکونو ته له خلکو سره د نرم چلن سپارښتنه وکړه.

مولوي محمد یعقوب مجاهد هغه مهال وویل: «  دا ډېر کړېدلی او مظلوم ولس دی، پام چې درنه زهیر نه شي. که مسوولین یاست، که نظامیان یا په چیک پاینټونو ولاړ عسکر، ستاسو چلن د نظام استازیتوب کوي او هڅه وکړئ، خلکو ته یې بد معرفي نه کړئ.»  

د پوځي چارو کارپوهان وایي، په دې وروستيو کې چارواکو ته د خلکو لاسرسی سخت شوی او دغه راز د سرتېرو له لوري هم له خلکو سره د سخت چلن پېښې ثبت شوې دي.

دوی غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې په جدي توګه د ورته پېښو په مخنيوي سره د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کېدو احمتال ختم کړي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « که چېرې مجرمانو ته سزا ورکړل شوې وای، نن به د یوه مظلوم موټرچلوونکي سترګې نه ایستل کېدې. د نظام په لیکو کې د هر ګومارل کېدونکي کس له ګومارنې وړاندې باید پوښتنه وشي،چې څومره انساني، افغاني او اخلاقي اصولو ته ژمن دی.»

د کورنيو چارو وزارت وياند د بغلان په دوشي کې رامنځته شوې پېښه تایيدوي، خو وايي، له دې پېښې د څو ورځو په تېرېدو سربېره هم په دې اړه څېړنې نه دي بشپړې شوي.

 د نړیوالو اړیکو کارپوهان دغه ډول پېښې خواشينوونکې بولي او له امنیتي ارګانونو غواړي، چې د دې ډول پېښو په مخنیوي کې جدي واوسي او د بغلان پېښې عاملین دي ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګلو ته دې يې وسپاري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « دغه ډول پېښې نه یوازې د خلکو د انزجار سبب کېږي، بلکې د حکومت او ولس ترمنخ واټن لا زیاتوي. هیله لرو،جګ پوړي چارواکي قانون پلی او د دې ډول پېښو مخه ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم د کابل په سید نور محمد شاه مېنه کې د حمید جلال پښتون په نوم یو ځوان د يوه سرتېري له لوري پر ډزو ويشتل شوی، د کورنيو چارو وزارت ډاډ ورکړ، چې د دې پېښې عامل يې نيولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist