Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د آصف دراني ادعا؛ افغانستان کې  د داعش ډله د پراخېدو په حال کې ده

 د آصف دراني ادعا؛ افغانستان کې  د داعش ډله د پراخېدو په حال کې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/20

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې داعش ډله د پراخېدو په حال کې ده او پر نورو هېوادونو یې د برید احتمال هم شته.

دراني تور پورې کړی، چې د افغانستان په تړاو د نړیوالو بې غوري ښايي لامل شي، چې له دې هېواده یوځل بیا د سپټمبر یوولسمې په څیر برېد وشي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، افغانانو د سپټمبر یوولسمې پېښه کې لاس نه درلود او د دغې پېښې عاملان هم په پاکستان کې روزل شوي ول.

دوی وايي، القاعده شبکې د سپټمبر د یوولسمې پېښې پړه ومنله او په خبره یې د دې شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې پیدا شو او په دې وروستیو کې د القاعده شبکې یو بل مهم غړی امین الحق هم د دغه هېواد  د پنجاب ایالت په ګجرات سیمه کې ونیول شو.

دوی زیاتوي، چې  دا ټول ثابتوي چې اسلام آباد له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او نړۍ ته یې صادروي.

د سیاسي چارو کارپوه موسی سعادت وايي: « افغانانو د سپټمبر د یوولسمې پېښه کې لاس نه درلود. که ادعا کېږي، چې په یاده پېښه کې القاعده شبکې لاس درلود، نو د دې شبکې مشر هم په پاکستان کې پيدا او ووژل شو. کله چې امریکا پر افغانستان یرغل کاوه، د ټولو ګاونډیانو له ډلې یوازې پاکستان لاره ورکړه. پاکستان غواړي، چې د افغانستان نوم په نړۍ کې بد کړي.»

څارونکي وايي، د اسلام آباد وروستۍ ادعا او تور د دې ښکارندويي کوي، چې پاکستان  غواړي تاریخ تحریف کړي.

دوی وايي، غوښتنه یې دا ده، چې د پاکستان د دغه تور د سپیناوي لپاره په کابل کې د هغوی سفیر احضار شي او له هغې وروسته له دې هېواد سره د ډیپلوماتیکو اړیکو دروازه وتړل شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وایي:« د سپټمبر د یوولسمې پېښې ټول عوامل بهرنیان وو،خو روزنه یې په پاکستان کې ترلاسه کړې وه او له اروپا څخه امریکا ته تللي وو. پاکستان هڅه کوي،  یوځل بیا تاریخ تحریف کړي او خاورې پر افغانستان واړوي. د دې تور پر وړاندې غلي پاتې کېدل نه دي په کار او اړتیا ده،چې د پاکستان سفیر احضار او له دې هېواد سره اړیکې بندې شي. »

 

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « که اسلامي امارت غواړي، چې خپل هېواد وژغوري، باید په افغانستان کې د پاکستان سفارت وتړي او سفیر یې وشړي.»

ځېنې نور په دې باور دي، که په تېر کې د پاکستان له لوري لګېدلو تورونو او په افغانستان کې یې اوږدمهاله لاسوهنو ته مناسب غبرګون ښودل شوی وای، اوس به اسلام آباد د دومره ستر تور پورې کولو جرئت نه کاوه.

خو اسلامي امارت بیا تل ډاډ ورکوي، چې افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نه شته او داعش ډله یې هم له منځه وړې.

 اسلامي امارت په دې اړه هم ډاډ ورکوي، چې هېڅکله به د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ نه شي.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي: « له افغانستاه هېچا ته زیان نه دی رسېدلی او په راتلونکې کې هم ډاډ ورکوو، چې زموږ له خاورې به نورو هېوادونو ته زیان ونه رسېږي.»

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان پرافغانستان دومره ستر او بې اساسه تور پورې کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم په وار وار ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) په افغانستان کې مېشت دی او له هغه ځایه پر پاکستان برېدونه کوي؛ هغه څه چې سرپرست حکومت تل رد کړي او یاد تحریک یې د پاکستان داخلي ستونزه ګڼلې.

شریک یې کړ ئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist