Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: پر پولو د تحکیماتو له جوړولو مو موخه د امنیت ډاډمنول دي

مجاهد: پر پولو د تحکیماتو له جوړولو مو موخه د امنیت ډاډمنول دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/19

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهيسې څو ځل له پاکستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه او د ايران په ګډون له نورو هېوادونو سره پر ګډو پولو نښتې شوې دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد دې ته په پام د خپلواکۍ ۱۰۵مې کليزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د خبرو پرمهال له ګاونډيو هېوادونو سره پر ښو اړيکو د ټينګار ترڅنګ وویل، چې دغه هېوادونه دې په سرحدي پولو کې د افغان ځواکونو له لوري د تحکيماتو د جوړولو مخالفت نه کوي.

د مجاهد په خبره، له خپل اصولي حق څخه په ګټنې د دغو تحکيماتو جوړولو موخه د امنيت ډاډمنول دي او دغه کار د هېڅ ګاونډي پر خلاف نه دی.

مجاهد زیاته کړه: « ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ښه پيغام لرو. غوښتنه مو دا ده، چې د ډېورنډ کرښې په ګډون دې موږ ته په سرحدونو کې ستونزې نه جوړوي. موږ که پر خپلو پولو حقلوي سړک او پوستې جوړو یا خپل ځواکونه ځای پرځای کوو، دا ستاسو لپاره خطر نه دی، بلکې د افغانستان د امنیت او حریم ساتلو لپاره یې کوو او هېڅکله به ترې شاته نه شو.»

مجاهد د امنيت ټينګښت د ولس پر رضايت پورې تړلې مساله ګڼي او له همدې کبله امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه کوي، چې له عامو خلکو سره د نرم چلن له لارې ولسي رضايت ترلاسه کړي.

دغه راز مجاهد د امنيتي ځواکونو ترڅنګ عام خلک هم د امنيت په ټينګښت کې مسوول بولي او وايي:« ولس ته وایم،چې د افغانستان دوښمنانو ته هېڅ ځای کې ځای مه ورکوئ.»

مجاهد یو ځل بيا د سرپرست حکومت پر دريځ ټينګار کوي او وايي، سرپرست حکومت پر مداخلې سربېره هېڅ بهرنی فرمايش نه مني، خو په خبره يې له دې ور هاخوا، د امريکا په شمول له هېوادونو سره د متقابل احترام پر اصل ولاړو مثبتو اړيکو ته لومړيتوب ورکوي.

هغه زیاتوي: «موږ هېڅکله د چا نامشروع غوښتنې نه منو. په دې اړه نه د چا زور، نه زر او نه هم زارۍ پر موږ اغېز کوي. زه بهرنیانو ته وایم، چې له فشارونو لاس واخلئ او تفاهم ته رامخکې شئ. د متقابل احترام په صورت کې د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړو.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امريکا په شمول اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو سرپرست حکومت له نړيوالو سره په کړيو ژمنو کې پر پاتې راتللو تورن کړی.

دغو هېوادونو ويلي، تر هغې چې سرپرست حکومت د دوحې په هوکړه کې کړې ژمنې نه وي عملي کړې، نه یې پر رسمیت پېژني او نه هم ورسره تعامل کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist