Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرپل ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی

سرپل ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/19

انګشت شاه چینه د سرپل په سنچارک ولسوالۍ کې ځای لري. دغې چینې ته په دې وروستیو کې له ګڼ شمېر کورنيو سیلانیانو سربېره، بهرني سیلانیان هم ور مات شوي، ښکلې فضا، غرنیزه سیمه او رڼې سړې اوبه هغه څه دي چې د سیلانیانو پام یې ځانته اړولی دی.

دې چينې ته ورغلي سیلانیان خوښ دي او وايي، په ډاډه زړه مېله کوي.

د دوی په خبره، د دې ځای هوا ډېره ښه ده او هرڅوک کولی شي د امنیت په فضا کې مېله وکړي.

له کندهار، بلخ، سمنګان، کابل او نورو ولایتونو څخه په سیل دې چينې ته ورغلي کسان که څه هم خوښ دي، خو د لارې خراب والي او ورته نورو ستونزو له امله شکايت کوي.

یو تن سیلاني وايي:« خلک په ډېرې سختۍ دلته ځان رسوي. لارې خرابې دي، ما ولیدل، چې د ځینو کسانو موټر او وسایط هم خراب شوي وو. موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو، چې دغه تفریحي ځای ته راغلې لاره بیا ورغوي.»

په همدې حال کې ځایي مسوولین وایي، څو ځله یې دغه ستونزې له لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړې، خو تر دې مهاله کوم ګام نه دی پورت شوی.

د سرپل ولایت یو تن ځايي چارواکی غلام سخي وايي: « موږ د دې ځای امنیت ټینګ کړی، خو د لارې د جوړولو دنده نه لرو. موږ له اړوند چارواکو غوښتي، چې دلته راغځېدلې لاره ترمیم کړي ترڅو لا ډېر کسان په سیل او چکر راشي.»

که څه هم سرپل ولاست د انګشت شاه په څېر د سیل او سیاحت لپاره ګڼ ځایونه لري، خو د لارو خرابوالی، د ټرانسپورټي اسانتیاوو نه شتون او په تفریح ځایونو کې د امکاناتو نه شتون هغه څه دي، چې د لا ډېرو سیلانیانو د ورتګ مخه یې نیولې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist