Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هېواد خپلواکۍ ۱۰۵ مه کلیزه؛ چارواکو د خپلواکۍ پر ساتلو ټېنګار وکړ

د هېواد خپلواکۍ ۱۰۵ مه کلیزه؛ چارواکو د خپلواکۍ پر ساتلو ټېنګار وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/19

د زمري (اسد) ۲۸ مه ه له انګریزي ښکېلاکه د خپلواکۍ بېرته اخیستلو له ورځې سره برابره ده. پوره ۱۰۵ کاله وړاندې شاه غازي امان الله له انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان خپلواکي بېرته واخیستله او د افغانستان بهرنی او کورنی سیاست یې خپلواک اعلان کړ.

اسلامي امارت له انګرېزي ښکېلاکه د خپلواکۍ ورځ د یولړ رسمي مراسمو په لړ کې د آزادۍ  پرڅلي د ګلو ګېډۍ په اېښودو سره ونمانځله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت په انګړکې جوړ شوي وو، ګډونوالو د آزادۍ پر ارزښت او ساتلو ټینګار درلود.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ګټلې خپلواکۍ پر ساتلو ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، چې باید د بیا ځل لپاره د بلې آزادۍ ګټلو ته زمینه برابره نه شي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي:«  باید د خپلو آزادیو او خپلواکۍ د ساتلو هڅه وکړو او په هېڅ قېمت اجازه ورنه کړو، چې د بلې آزادۍ ګټلو ته بیا زمینه برابره شي. له انګرېزانو، روسانو او امریکايانو څخه د وینو په بدل کې اخیستل شوې آزادۍ مو بس دي.»

دغه راز، د ملي دفاع وزارت نور چارواکي وايي، له انګرېزي ښکېلاک د خپلواکۍ ورځ په داسې شرایطو کې نمانځي، چې هېواد په بشپړه توګه خپلواک دی او ځواکونه به یې چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو خپلواکي ورنه واخلي.

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز فصح‌الدین فطرت وايي: «موږ دا ځل د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵ کلیزه په داسې حال کې نمانځو، چې هېواد مو په واقعي مانا آزاد او خپلواک دی. خلکو ته ډاډ ورکوم چې زموږ امنیتي ځواکونه کولی شي، د هېواد له هرې لوېشت خاورې څخه دفاع وکړي او هېڅ پردي ته اجازه نه ورکوو، چې خپلواکي مو تر پوښتنې لاندې راولي.»

په ورته حال کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د آزادۍ ګټلو ترڅنګ د آزادۍ ساتل هم مهم بولي او په خبره يې په دې برخه کې د حکومت مسوولیت لا دروند دی.

اخوند وايي، افغانانو تل د خپل هېواد لپاره خپلواکي ګټلې، خو بیا یې د اقتدار پرسر او یا هم د نورو اختلافونو له امله نه ده ساتلې.

هغه زیاتوي:« لکه څرنګه چې د آزادۍ اخیستل اړین دي، همداسې یې ساتل هم اړین دي. زموږ مسوولیت د خپلواکۍ اخیستلو په پرتله د خپلواکۍ ساتلو په برخه کې دروند دی.»

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم د خپلواکۍ ګتل اسانه، خو ساتل یې ګران بولي.

هغه زیاتوي:« د خپلواکۍ ګټل اسانه دي، خو ساتنه یې سخته ده. موږ هر ځل خپلواکي اخیستې،خو د اقتدار پر سر جنجالونو له امله مو ګټلي ویاړونه بېرته له لاسه ورکړي.»

اخوا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بیا وايي، شاه امان الله خان د خپلواکۍ د ګټلو په موخه پر انګرېزي ښکېلاک ګرو له درېیو خواوو جګړه پیل کړه او په پای کې بریالی شو، چې خپلواکي اعلان کړي خو دغه خپلواکي د پېړۍ په اوږدو کې پاتې نه شوه.

حنفي زیاتوي:«امیر امان الله خان د ګندمک تړون لغوه  او په درېیو برخو کې له انګرېزانو سره جګړه وکړه او آزادي یې ترې واخیسته.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د امان الله خان خپلواکي نسبي بولي او وایي، اوس تر هغه وخت ډېره خپلواکي لرو.

هغه زیاتوي: «امان الله خان په خپل وخت کې د خپلواکۍ اعلان وکړ او ویې ویل،چې نور زموږ بهرنی او کورنی سیاست خپلواک دی، موږ اوس هغه بحث ته نه ځو، خو له هغه راهیسې تر نن پورې داسې آزادي نه وه لکه نن چې یې زموږ هېواد لري.»

د سرپرست حکومت د چارواکو په باور، آزادي اخیستل کېږي، خو په خبره يې ځینو هیوادونو ته آزادي ورکړل شوې او له همدې امله د لسیزو په تېرېدو سره بیا هم آزادي نه لري، یرغلګر ځواکونه په کې اډې لري او قوانین یې هم د استعمار د دورې دي.

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي: « آزادي اخیستل کېږي، ورکول کیږي نه. په نړۍ کې ډېرهېوادونه شته، چې آزادي ورکړل شوې، خو له لسګونو کالو وروسته هم په کې د اشغالګرو اډې موجودې دي، یا یې قوانین موجود دي او یایې غوښتنې منل کېږي.»

د خپلواکۍ د ۱۰۵  مې کلیزې په دې نمانځغونډه کې د اسلامي امارت ټولو چارواکو ټینګار له ولس سره په ښې رویې وه.

د دوی په باور، ولسونو ته په سپکاوي کولو اصلاحات نه راځي، بلکې فاصلې لا زیاتېږي.

چارواکو له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې ولس ځان ته رانږدې کړي او له دې سره به د نظام پایې لاپسې ټینګې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist