Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نورستان وانټ والسوالۍ په تشکیلاتو کې شته خو اداري ودانۍ نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/19

په نورستان ولایت کې  د وانټ په نوم د نوي جوړې شوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تر اوسه يې د ولسوالۍ اداري کارونو لپاره کومه وداني نه ده جوړه شوې او له همدې امله اداري او رسمي چارې ټکنۍ دي.

دوی وايي، هغه ځای چې اوس ولایتي ادارې د ودانۍ د جوړیدو په موخه ټاکلی، له استوګنیزې ساحې لرې دی او په خبره يې باید په داسې ځای کې ورته د ولسوالۍ لپاره ودانۍ جوړه شي، چې ټول خلک ورته په اسانه لاسرسی ولري.

د ځایي اوسېدونکو په خبره، دولت په خپلو اداري تشکیلاتو کې ولسوالۍ منظوره کړې، اوس باید په بېلابېلو رغنیزو، روغتیايي او پرمختیايي پروژو کې هم ورته پاملرنه وشي.

د وانټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ دلته برېښنا، سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو ته اړتیا لرو، ترڅو زموږ نوی نسل په عزت سره لوی شي.»

د نورستان ولایتي چارواکي بیا وايي، د وانټ ولسوالۍ اوسېدونکو له ټولو ستونزو خبر دي او په دې هڅه کې دي، چې ستونزې يې هوارې کړي.

دوی ډاډ ورکوي، چې د سرپرست حکومت له مشرتابه سره یې په نورستان کې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې کړې او په نږدې راتلونکي کې به یې د یو شمیر هغو چارې هم پیل شي.

 د نورستان والي زین‌العابدین وايي: «د خلکو غوښتنو ته مو پام دی. موږ د دې کار لپاره د ولایت د مرستیال تر مشرۍ لاندې کمېټه جوړه کړې، ترڅو د ولس غوښتنې واوري او حل لارې پيدا کړي.»

وانټ د نورستان په ختيځ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د مخکېني حکومت پرمهال د یوې نوې ولسوالۍ په توګه منظوره شوه او اوسني سرپرست حکومت هم دغه منظوري تایید کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist