د خوست ولایت موسی خېلو ولسوالۍ اړوند غلنګ سیمه کې ۳۰ متره اوږد پل، چې د قومي تړون او او خلکو په شخصي لګښت جوړیږي، شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې یې نږدې ۹۰ سلنه بشپړ شوې دي.
د پل جوړولو مسوول باوري منګل وایي: « قوم او ولس دې ته مجبور شو چې د پل جوړولو چارې په تش لاس پيل کړي، خو دا دی اوس یې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.»
په ورته مهال د سیمې اوسېدونکي او قومي مشران وایي، همدا پل چې د پکتیا او خوست ترمنځ د وصل یوه مهمه نقطه بلل کیږي، سربېره پر دې د موسی خېلو او قلندر ولسوالۍ زرګونه خلک هم د ولایت له مرکز سره نښلوي، چې نه شتون یې د سیمې زرګونه اوسېدونکي بارانونو او سېلابونو پرمهال له سخت کړاو سره مخ کړې و.
ځایي چارواکي که څه هم د ټولګټو پروژو په برخه کې د ګڼو چارو ترسره کېدو او پیل ډاډ ورکوي او په دې تړاو د ولس همکاري د ارزښت وړ ګڼي، خو زیاتوي، چې د غلنګ سیمې د یاد پل په برخه کې هم د سرپرست حکومت له خوا د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت همکاري شوې ده.
د خوست د ټولګټو چارو ریاست سرپرست خیال الدین واجد وايي: «کومو کارونو چې په دولت پوره اړه لرله، په بشپړه توګه ترسره شوي. که څه هم د پله جوړولو مسوولیت خلکو پر غاړه اخیستی، خو دولت ورسره همکار دی.»
د خوست د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د بارانونو او سېلابونو پرمهال د لویو پلونو د نه شتون له امله د تګ راتګ پرمهال له سختو ستونزو سره مخ دي.
دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې د ورته نورو پلونو جوړولو لپاره هم جدي ګامونه واخلي.