Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د کبانو روزنې صنعت د ودې په حال کې دی

هرات کې د کبانو روزنې صنعت د ودې په حال کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/18

په هرات ولایت کې د کبانو روزنې صنعت ورځ تر بلې غوړېږي. د دغه ولایت ګذرې ولسوالۍ د کبانو په یوه فارم کې دا مهاله شاوخوا ۲۰ زره کبان ساتل کېږي.

د  فارم مسوول فېروز احمد وایي، روزل کېدونکو کبانو ته پوره د نهو میاشتو لپاره ځانګړې خواړه ورکول کېږي او په ژمي کې بیا له خوراک پرته تر اوبو لاندې درې مياشتې ژوند کولی شي.

 د احمد په خبره، که څه هم له بهره د کبانو وارداتو له بندېدو سره يې د کاروبار بازارونه ښه شوي، خو له دې سربېره هم د کبانو نسل له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاتوي:« زموږ کبان نهه میاشتې خواړه خوري او د ژمي په درېیو میاشتو کې تر اوبو لاندې ژوند کوي. که کبانو ته اړین خواړه ونه رسېږي، د ژمي پرمهال ښايي ژوندي پاتې نه شي.»

په همدې حال کې د کبانو پلورونکي وایي، اوسمهال یې د کبانو پلور بازار تود شوی او دوی خپلو پېرودونکو د اړتیا وړ کبان د هرات له ولسوالیو سربېره له هلمند او فراه ولایتونو څخه هم راوړي.

یو تن کب پلورونکی وکیل احمد وايي: « د کبانو د پخولو یو شمېر مسالې له پاکستانه راوړو او ځینې یې دلته خپله جوړو. د هرځای کبان خپله بیه لري.»

بلخوا دهرات ځایي چارواکي وایي، اوس مهال د هرات انجیل، ګذرې، چشت، زنده ‌جان او غوریان ولسوالیو کې د کبانو ۴۰ فارمونه شتون لري.

د دوی په خبره، هېواد ته له بهرنیو هېوادونو د کبانو وارداتو مخه یې نیولې او په کور دننه د کبانو نسل زیاتوالي لپاره به فارم لرونکو ته امکانات برابر کړي.

د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس پیر محمد حلیمي وايي: «هرات ولایت به ډېر ژر د کبانو په تولید کې پر ځان بسیا شي. موږ اجازه نه ورکوو، چې دلته څوک له بهره کبان وارد کړي.»

دا په داسي حال کې ده، چې د فارم لرونکو په خبره د کبانو په وزن کې هم زیاتوالی راغلی او ان د یو شمېر هغو وزن تر اتو کیلو هم رسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist