د هېواد په صنعتي پارکونو کې اوس مهال زرګونه صنعتي توکي او محصولات تولیدېږي او په ځینو برخو کې یې هېواد ځان بساینې ته رسولی دی.
د کندهار په صنعتي پارک کې د څپلکو او څپلیو جوړولو یوه لویه کارخونه فعاله ده او ګڼ شمېر کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.
که څه هم د دې کارخونې خام مواد له بهره واردیږي، خو مسوولین یې وايي، دوی هر ورځ ۱۰ زره جوړې څپلکې تولیدوي او بیا یې د کندهار په ګډون یو شمیر نورو ولایتونو ته هم استوي.
د دغې کارخونې مسوول اسدالله وايي، له بهره د څپلکو وارېداتو يې پر بازار منفي اغېز کړی او سرپرست حکومت باید پر هغو ټولو بهرنیو تولیداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړې، چې په کور دننه تولیدیږي.
هغه زیاتوي:« له بهره وارېدېدونکي اومه مواد او څپلکې په یوه بیه محصول کېږي. باید خام مواد ارزانه محصول شي. زموږ لویه ستونزه ګمرکي تعرفه ده؛ که تعرفه ټیټه نه شي، نو موږ له ایراني او پاکستاني څپلکو سره سیالي نه شو کولی.»
په دغه کارخونه کې دامهال ۹۰ کسان پر کار بوخت دي، چې په لومړیو کې د بهرنیو کاریګرو له خوا روزل شوي دي.
په کارخونه کې بوخت کسان وايي، اوس په خپل کار کې مسلکي شوي او کولی شي هر ډول څپلکې جوړې کړي، خوغوښتنه کوي چې د دوی کاخونه فعاله وساتل شي او دغه راز د وزګاره کسانو لپاره باید نورې کارخونې هم فعاله شي.
په کندهار کې دا مهال د څپلکو جوړولو شپږ لویې او کوچنۍ کاخونې فعالې دي، چې هر ورځ زرګونه جوړې څپلکې تولیدوي.
د کندهار د صنعت او کانونو خونې رییس سید سرور اماني وايي، د څپلکو جوړولو صنعت په دغه ولایت کې وده کړې او کندهار په دې برخه کې پر ځان بسیا دی، خو د ورته توکو واریداتو کارخونه لرونکي زیانمن کړي دي.
اماني زیاتوي: « اکثریت خام مواد له چین واردېږي. موږ له جګ پوړو چارواکو څو ځله غوښتنه کړې، چې په کور دننه تولید کېدونکو توکو سره معادل محصولاتو باندې تعرفه لوړه کړي، ترڅو داخلي توکي بازار پيدا کړي او له کارخانه لرونکو ملاتړ وشي.»
په کندهار کې دامهال شاوخوا ۲۰۰ کارخونې فعالې دي، خو صنعتکارانو ته د کارخونو لپاره د ځمکو نه ورکول، د ورته توکو وارېدېدل، د برېښنا نه شتون او نورهغه لاملونه دي، چې کارخانه لرونکي یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.