Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زده کړیالان: د قضا او څارنوالۍ اړوند برخو کې د دندو موندل سخت شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/18

روان کال د خوست شېخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي لسګونه زده کړیالان فارغ شول، چې د زده کړیالانو له ډلې تر نیمایي زیات د قضا او څارنوالۍ اړوند څانګو فارغ شوي.

دوی وایي، د سرپرست حکومت له خوا د لويې څارنوالۍ له انحلال وروسته د خپل ناڅرګند برخلیک او وزګار پاتې کېدو په تړاو اندېښمن دي.

له پوهنتون فارغ شوی محمد ناصر وايي:« محکمه له څارنوالۍ پرته خپل کارونه مخکې نه شي وړلی. له سرپرست حکومت غوښتنه کوم، څارنوالۍ او په ځانګړې توګه د جنايي څېړنو برخې ته پاملرنه وکړي.»

اکرام الله هم تازه له شیخ زاید پوهنتون فارغ شوی، خو وایي اندېښنه لري چې ۱۶ کاله خواري یې عبس نه شي: « د قضا او څاروالۍ څانګې فارغان اندېښنه لري، چې ښايي له فراغت وروسته کار پیدا نه کړای شي، ځکه چې سرپرست حکومت لویه څارنوالي له دولتي تشکیلاتو لرې کړې ده.»

په ورته مهال یو شمېر نور تازه فارغ شوي کسان هم له سرپرست حکومته غواړي، چې د کاري فرصتونو رامنځته کولو او پر دندو د مسلکي کسانو د ګومارنې په برخه کې دې منظم چوکاټ رامنځته کړي.

 دوی وايي تمه لري، چې  د کړو زده ‌کړو په برخه کې پر دندو وګومارل شي.

تازه فارغ شوی وهیم الله وايي: « موږ تمه لرو، کار اهل کار ته وسپارل، ترڅو موږ هم دنده پیدا کړو او ټولنې ته خدمت وکړو.»

د حقوقو او سياسي علومو له قضا او څارنوالۍ او دغه راز له ډيپلوماسۍ داسې مهال ځوانان فارغېږي، چې په يادو برخو کې د بل هر وخت په پرتله کاري فرصتونه کم شوي دي.

لوستي ځوانان، چې له لیسانس سربېره تر ماسټرۍ او دوکټرا يې زده‌ کړې کړې، له سرپرست حکومته غواړي په اړوندو برخو کې یې پر دندو وګوماري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist