Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د نجونو زده کړو حق په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي

استادان او محصلین: د نجونو پرمخ د  زده کړو ځنډ برخليک دې روښانه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/17

پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا ځل واکمنېدو درې کاله پوره شول، خو سرپرست حکومت لا نه دی بریالی شوی، چې د نجونو پرمخ د ثانوي او لوړو زده کړو د بېرته پيل په اړه خپله پريکړه نهايي کړې.

د اسلامي امارت له درې کلنې واکمنۍ له پوره کېدو سره سم، په کابل کې د پوهنتونونو يو شمېر استادان او محصلين له سرپرست حکومته غواړي، چي د نجونو د ښونيز بهير نا څرګند برخليک روښانه او  ژر تر ژره ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون رییس محمد اسان دوست وايي: «اسلام دواړو نارینه او ښځینه وو ته د زده کړو اجازه ورکړې. موږ هیله لرو، حکومت هر څومره ژر چې وي د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې کړي او په دې سره د نظام او ولس ترمنځ واټن راکم کړي.»

د ښوونې روزنې برخې کارپوهانو په اند، له زده کړو د افغان ټولنې د دې نيمايي برخې بې برخې کول به د هېواد لپاره نه جبرانېدونکې پايلې ولري او په ښوونیز ډګر او عصري علومو کې به د افغانستان پرمختګ وننګوي.

د پوهنتون استاد نثار احمد وایي: « له موږ سره په دې ازموینه کې د خویندو نه شتون ماته بد احساس راکوي. زموږ خویندې او نجونې هم غواړي، چې خپل هېواد ته خدمت وکړي. موږ له سیاسي مشرانو غوښتنه کوو، چې ښځو او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»

محصل احمد رامز د نجونو زده کړې د یوې باسواده کورنۍ لپاره مهمې بولي او وایي: « زموږ د ټولنې نیمايي برخه له ښځو څخه جوړه ده، باید هغوی ته هم د زده کړو او تحصیل اجازه ورکړل شي. که ښځې زده کړې ونه لري، نه شي کولی په راتلونکې کې یوه لوستې او با سواده کورنۍ تشکیل کړي.»

بل پلو، يو شمېر نور استادان د هېواد له پوهنتونو څخه د علمي کادرونو په وتلو خواشيني دي او ټينګار کوي، چې سرپرست حکومت دې د علمي کادرونو لپاره د خدمت کولو شرایط برابر کړي او په دې سره د هغوی له وتلو مخنیوی وکړي.

د پوهنتون استاد اجمل امین وایي: « د یوه افغان وګړي په توګه مې له اسلامي امارت څخه غوښتنه دا ده چې هغو استادانو ته پاملرنه وکړي چې د وطن د بچیانو په روزنه کې کافي تجربه لري. که له هېواد څخه د استادانو د وتلو لړۍ همداسې روانه وي، ښايي ۱۰ کاله وروسته هېڅ استاد ونه لرو.»

د نجونو پرمخ د ثانوي زده کړو پر بنډیز شاوخوا درې کاله پوره کيږي. سرپرست حکومت دغه پريکړه په پيل کې لنډه مهالي بللې وه،خو اوس د درېیو کالو په تېرېدو سره د پوهنې وزارت نه دی بریالی شوی، چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist