Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت: د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ۱۵ زرو ډېر افغانان بندیان دي

د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت: د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ۱۵ زرو ډېر افغانان بندیان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/12

د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په لړ کې د یکشنبې په ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه وزارت چارواکو وویل،  ټولو راستانه شویو کډوالو ته یې هرډول مرستې برابرې کړې  او کورنۍ یې ان ترخپلو سیمو رسولې او په دغه برخه کې یې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې هم ورته برابرې شوي دي.

چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې ۵  زره ۷۶۶ افغان زندانیان چې د پاکستان او ترکیې هېوادونو سره بندیان وو، را خوشي کړي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محمودالحق احدي وايي: « د کډوالو وزارت په تېر یو کال کې په دې بریالی شوی چې تقریبا ۵ زره ۷۶۶ تنه افغانان له پاکستان او ترکیې هېوادونو سره د مختلفو حالاتو له امله بندیان وو، د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ له بندخونو څخه آزاد او خپل هېواد ته راستانه کړي. له دغو بندیانو سره بېړنۍ مرستې هم شوې دي.»

د مسوولینو په خبره، پاکستان، ایران، سعودي، متحده عربي امارات او قطر هغه هیوادونه دي چې لاهم زرګونه افغانان پکې بندیان دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې،۷ زره ۵۰۰ افغانان په پاکستان، ۴ زره په ایران او څه باندې ۴  نیم زره نور د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په زندانونو کې بندیان دي.

د دې وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني وايي، د ۴ زره افغانان زندانیانو دوسې یې له ایران څخه افغانستان ته رالیږدولې دي، چې یو شمېر بندیان خوشي شوي خو د پاتې نورو د راخوشي کېدو لپاره جدي هڅې روانې دي.

حقاني زیاتوي: « موږ په پاکستان کې شاوخوا ۷ زره ۵۰۰ تنه بندیان لرو او په ایران کې دا مهال تر ۴ زرو پورې بندي افغانان لرو. په تېر یوه کال کې شاخوا ۴ زره افغان بندیان له ایران څخه را لېږدول شوي چې له ډلې یې یو شمېر له زندانونو آزاد شوي او د پاتو دوسیې افغانستان ته انتقال شوې دي. دغه راز په سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او نورو عربي هېوادونو کې ۴ زره ۶۶۴ تنه بندیان لرو. د دغو بندیانو له ډلې په تېرو ۲ کالو کې شاوخوا ۶۰۰ تنه د اسلامي امارت په هلو ځلو راخوشي شوي او د پاتې نورو د خوشي کولو هڅې روانې دي.»

د کډوالو او بېرته راسنېدونکو چارو وزارت وايي، تردې مهاله څه باندې یو اعشاریه اته میلیونه افغان کډوال بېرته هیواد ته راستانه شوي او ټول شته خدمتونه ورته رسېدلي دي.

محمودالحق احدي په دې اړه زیاتوي: « د تېر کال په لړ کې ۱۸ لکه اویا زره تنه افغان کډوال له پاکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو څخه راستانه شوي دي.»

مسوولین څرګندوي، ټولو هغو افغان کډوالو ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال ۷ میلیونه افغانان په ګاونډیو هېوادونو، سیمه او نړۍ  کې کډوال دي او ۳ میلیونه نور بیا د بېلا بېلو دلایلو له امله په کور دننه بې ځایه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمان راشد وايي: «اوسمهال شاوخوا ۷ میلیونه افغانان په بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي او ۳ میلیونه نور په کور د ننه بېځایه شوي دي.»

یاد وزارت وايي هڅې یې پیل کړې ترڅو هغه افغان کدرونه چې په بهر کې دي او افغانستان ورته اړتیا لري، بېرته خپل هېواد ته راستانه کړي.

کډوالو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې په تیر یوکال کې یوازې له ترکیې هیواده ۱۳ زره افغان کډوال او ۵۲ کورنۍ په جبري ډول ویستل شوي او همدارازګڼو نورو کوربه هیوادونو هم ورته کړنې ترسره کړي .

د وزارت په خبره چې دافغان کډوالو دستونزو دحل او دجبري ویستلو دبهیر دمخنیوي لپاره یې دکوربه هیوادونو له چارواکو سره خبرې کړي چې ترډیره ګټورې تمامې شوي دي .

کډوالو چارو وزارت وايي ټولو هغو افغان کډوالو کورنیو سره چې بیرته هیواد ته راستانه شوي دي د لس لس زره افغانیو نقدي مرسته کړې او لاهم دغه مرستې دوام لري چې تردې مهاله یې له پنځه سوه دیرش ملیونو زیاتو افغانیو نقدي مرستې ویشلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist