Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نعماني: د نوي کابل ښار درېیم فاز کار به نږدې وخت کې پیل شي

نعماني: د نوي کابل ښار درېیم فاز کار به نږدې وخت کې پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/06

د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکو د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د زمري پر ۱۵مه) تېر کال د خپلو ترسره کړیو فعاليتونو په اړه راپور له رسنيو سره شريک کړ.

دغه وزارت سرپرست حمدالله نعماني وايي، په تېر کال کې د ښاري چارو په برخه کې ۵۷ پلانونه طرحه او منظور کړي او په خبره یې په دې توګه يې شرکتونو ته د فعالیت مناسب فرصت رامنځته کړی.

نعماني وايي،  د کابل په نوي ښار کې د معیاري طبي کمپلکس د جوړولو پر طرحې او ډیزاین هم کار روان دی.

د نعماني په خبره، د کور او ساختماني چارو برخه کې پنځه پروژې په کابل او ولایتونو کې پېل شوې، چې ودانیزې چارې يې عملا دوام لري.

نعماني زیاتوي:« دغه وزارت په تېر کال کې د ښاري پلان جوړونې په برخه کې شااوخوا ۵۷ پلانونه طرحه کړي، ترتیب کړي او منظور کړي یې دي، چې له هغې جملې د خوست او پل علم ماسټر پلانونه دي، د لښکرګاه، غزني، اسداباد او  میدان ښار عادي پلانونه دي، همدغه راز د لوړشاولیکوټ او کوز شاوليکوټ ولسوالیو، د پورته میوند ولسوالۍ او غورک ولسوالیو تفصلي پلانونه دي. »

نعماني وایي، د نوي کابل ښار د لومړ\ي او دويم فاز ودانیزې چارې د قرارادادي شرکتونو له لوري په زیربنا، لېول کارۍ، تعمیرونو، فرعي سړکونو او د ویالو په جوړولو کې دوام لري.

د نوموړي په خبره د نوي کابل ښار د درېیم فاز تفصیلې پلان هم منظور شوی او پر څلورم هغه یې کار روان دی.

دغه راز  نعماني له بهرنیو پانګه والو هم وغوښتل، چې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند کاري ساحو کې پانګونه وکړي.

هغه زیاتوي:«  ما مخکې کې هم خبرو کې وویل، چې د درېیم فاز چارې په بشپړ ډول د پلان له لحاظه مخته تللي او پلان یې بشپړ شوی، مظورۍ ته په تمه دی، په څلورم فاز باندې  اوس کار شروع دی، نو  د هغې کار هم په دوه یا درې میاشتو کې خلاصېږي. موږ له پانګه غوښتنه کوو، په دغو برخو کې د ساختمان او کور  کې کولی شي، چې راشي، د ښار جوړونې وزارت سره  تفاهم وکړي او د کار زمینه هم دوی ته برابره شي او هم یې پانګه مصرف شي او هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»  

په ورته وخت کې نعماني وايي، د کابل ښار په دار الامان کې د نیله باغ ښارګوټي د جوړولو په چارو کې ۲۵ سلنه پرمختګ شوی، چې پاتې چارې به یې په ۳۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

 دغه راز نعماني وايي،، تېر کال د هېواد پر کچه د ښاري سرغړونو ۳۱۸۱ موارد ثبت او تثبیت شوي او د مخنیوي په موخه یې عملي اقدامات شوي.

هغه زیاته کړه:« د ټول هېواد پر کچه د ښاري تخلفاتو  شاوخوا ۳ زره ۱۸۱ مورده موږ  ټارکیټ کړي، موږ هڅه کوو، چې هغې ته رسېدنه وکړو، ځکه د پلان په برخه کې لکه څنګه چې تاسې دلته په کابل ګورئ، ډېرې خپلسرۍ شوي، په ولایتونو کې هم همداسې شوي، نو موږ هغه تخلفات چې کوم پلاني تخلفات دي، موږ هغوی ته رسېدنه کړې او ټارکیټ کړي مو دي.»

 دغه وزارت وایي، د ټول هېواد پر کچه د کور او ښار جوړولو اړوند په ۴۴۳ بېلابېلو پروژو څارنه دوام لري او دغه راز  یې په ۲۹ ولایتونو کې له پاکستانه پر زور را ایستل شویو کورنيو ته ۴۶ ښارګوټي چمتو کړي او په څلورو نورو ولایتونو کې هم د دوی ځای پر ځای کولو لپاره سيمې ځانګړې شوي.

یاد وزارت تېر کال په کندهار کې یو استوګنیز ښارګوټی ګټې اخیستنې ته سپارلی، په هلمند کې يې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د یوه استوګنیز ښارګوټي جوړولو چارې دوام لري او په ننګرهار کې هم د ۲۰ زره کورنیو لپاره د استوګنې سروې ترسره شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist