Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په تړاو نږدې راتلونکي  کې ناسته جوړوي

د اسلامي همکاريو نړيوال سازمان د افغان سولې او ثبات برخه کې خپلې هڅې ګټورې بللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/06

ټاکل شوې ده، چې د اسلامي همکاریو نړيوال سازمان غړيو هېوادونو بهرنیو چارو په د سعودي عربستان په جدې ښار کې د درېيو ورځو لپاره د اسلامي هېوادونو پر اړوند مسايلو سربېره، د افغانستان پر وضعيت هم بحث وکړي.

د دې سازمان سرمنشي د افغان سولې او ثبات په برخه کې د اسلامي همکاريو نړيوال سازمان هڅې مؤثرې بولي او وايي، ياد سازمان د خپل مسوولیت له مخې ژمن دی، څو د اسلامي هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم د واقعي سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

د اسلامي همکاريو نړيوال سازمان په جدې کې د غړيو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو ۵۰مې ناستې له پيل سره جوخت، د اسلامي هېوادونو وضعيت په تړاو راپور خپور کړی او په کې د دې سازمان سرمنشي له قوله ډاډ ورکړل شوی، چې په اسلامي هېوادونو او افغانستان کې روان وضعيت به د حقايقو په رڼا کې وڅېړل شي.

د راپور یوه برخه:« د افغانستان وضعیت په اړه د سازمان هڅې او نوښتونه دا دي، چې دغه سازمان په ټولو غړو هېوادونو کې سولې، امنیت، ثبات او پرمختګ رامنځته کول، په غير غړو هېوادونو کې د مسلمانو ټولنو او لږکيو د حقونو دفاع او دوی ته د دې سازمان له لوري د بشر دوستانه مرستو رسول دي.»

سرپرست حکومت هم د افغانستان په مسايلو کې د اسلامي همکاريو سازمان هڅې تائيدوي، خو ټينګار کوي، چې دغه سازمان دې د پراختيايي پروژو په تطبيق، د بانکي ستونزو په حل او دغه راز د کابل او نړيوالو ترمنځ د اړيکو په رغولو کې له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو په ټېنګښت کې دې دغه سازمان د افغانستان اسلامي امارت سره دې له نږدې کار وکړي، همدا راز ځېنې هغه پرمختیايي پروژې چې د اسلامي همکاریو سازمان پورې اړه لري، یا د بانکوالۍ په سیستم کې د همکارۍ او مرستې ته کېږي، همدا شان د پالیسو په برخه کې دې له هېوادونو سره د اړیکو په تامین کې که دوی څومره رول لرلی شي، هغه توقع لرو، چې دوی باید د افغانستان اسلامي امارت سره باید همکار واوسي.»  

د اسلامي همکاريو سازمان په روانه ناسته کې په غزې کې روانه جګړه د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف بلل شوې او د دې سازمان غړيو هېوادونو استازي به په راتلونکو ورځو کې د غزې پر وضعيت هم بحثونه وکړي.

که څه هم د ياد سازمان په راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو واضيح څه نه دي ويلي، خو کارپوهان په عموم کې پر حقونو د دې سازمان ټينګار پر افغان ښځو لګول شويو محدوديتونه ته اشاره بولي.

ځيني نور د اسلامي همکاريو سازمان له لوري د افغانستان پر مسايلو بحث، له نړيوالو سره د کابل د اړيکو رغولو هڅه يادوي، خو غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې هم د نړيوالو مشروع غوښتنو په اړه نرمښت اختيار کړي.

د سیاسي چارو کارپوه شېر حسن حسن وايي:« خبرې اترې ورباندې کېږي او افغانستان ته مشورې ورکول کېږي، ستونزې په ګوته کېږي د هغې حلارې سنجول کېږي،  هغه د افغانستان لپاره ګټوره ده، په ځانګړي ډول بیا د اسلامي همکاریو سازمان کومه ناسته چې هلته ډېری له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او د اسلامي امارت د هغو ستونزو چې دا اوس افغانان ورسره مخ دي او اسلامي امارت د یوه دولت په توګه باندې ورسره مخ دی. »

اسلامي همکاریو سازمان، چې  د افغانستان په ګډون ۵۷ غړي هیوادونه لري، وخت ناوخت د افغانستان او په اسلامي هېوادونو کې د وضعيت څېړلو لپاره ناستې کوي.

دې سازمان د تېر کال د وږي پر ۱۱ مه افغانستان ته د ځانګړي استازي طارق علي بخیت پهر مشرۍ پلاوی رالېږلی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره يې ښځو ته د کار او نجونو ته يې د زده‌کړو اجازې پر ورکولو ټينګار کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist