په افغانستان کې د داعش په ګډون د ورته وسله والو ډلو د فعالیت او سیمې او نړۍ ته د تحرکاتو د پراخېدا په تړاو د نړۍوالې ټولنې او په تېره بیا د امریکا د پرلپسې اندېښنو پر دوام، تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه اندېښنه ښودلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وېډانټ پټیل د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د داعش او نورو وسله والو ډلو د ګواښونو د راټوکېدو مخنیوي لپاره په سیمه کې له خپلو شریکانو سره پر ګډه کار کوي.
هغه زیاته کړې:« د داعش خراسان څانګه هغه نړیواله شبکه ده،چې د نړیوالو ترهګریزو برېدونو هوډ او وړتیا لري. لکه څنګه چې مو مخکې ویلي، موږ پر دې کار کوو،چې ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان بیا ځلې پر امریکا او زموږ پر متحدانو د ترهګریزو برېدونو لپاره د ټوپ پر تختې نه بدلیږي. موږ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د حکومت لخوا یوه بشپړه تګلاره غوره کوو. موږ په سیمه کې له خپلو شریکانو او متحدانو سره پر ګډه همکاري کوو او په پوره هوښیارتیا سره په دې کار کوو، چې له افغانستانه د بهرنيو ګواښونو له پېښېدو مخینوی وکړو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داعش د نړۍ پر کچه هغه وسله واله ډله بللې،چې د پېچلو او هر هېواد کې د برېدونو هوډ او ظرفیت لري.
خو اسلامي امارت په افغانستان کې د دغې ډلې حضور او پراخېدا په تړاو د هېوادونو اندېښنې په کلکه ردوي او له داعش سره د مبارزې پر جدیت ټینګار لري.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:« د تېر کال په اوږدو کې د داعش پدیدې او نورو مفسدینو د ورانکاره فعالیتونو مخه نیول شوې ا و ټول تخریبي پلانونه یې شنډ شوي.افغانستان اوس امن هېواد دی، ځېنې پېښې به رامنځته شوې وي، خو په ټوله کې په افغانستان کې اوس سرتاسري امنیت تامین شوی دی.»
له دې وړاندې هم د اسلامي امارت چارواکو داعش ډله د افغانستان لپاره یوازې مزاحمت بللی،چې په وینا یې جرړې یې وېستل شوي او د جدي ګواښونو توان نه لري.
د سیاسي چارو شنونکي بیا د امریکا او نورو هېوادونو او سازمانونو ورته څرګندونې د استخباراتي کړنو یو برخه ګڼي، چې له دې سره غواړي وضعیت ترینګلی وښيي او خپل پټ اهداف تنظیم او ترلاسه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« بهرنیان دغه شکایت له دې امله کوي، چې ګویا طالبان د هغوی ملاتړ کوي، په داسې حال کې ، طالبان په واضح ډول د هغوی (داعش) ملاتړ نه کوي، بلکې د هغوی د ځپلو لپاره ژمن دي. په دې اړه ټولو هېوادونو لکه چین او روسې څو ځلې څرګندونې کړي، چې یوازې طالبان دي. »
له دې وړاندې هم امریکا له ترهګرۍ سره د اسلامي امارت پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي ول، تر هغو به پر افغان حکومت خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، چې په خبره یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د شویو ژمنو ډاډ یې نه وي ترلاسه کړی.
دا په داسې حال ده،چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بندیزونو او څار سازمان په خپل وروستي راپور کې له افغانستانه سیمې ته د ترهګرۍ خپرېدلو او ناامنیو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې، خو اسلامي امارت دغه اندېښنې بې ځایه ګڼي.