په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه له اندېښنو وروسته، د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خپلو وګړو غوښتي، چې افغانستان ته ولاړ نشي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو د زیاتوالي، نیونو، نارامیو، اختطاف او نورو جنایتونو د پېښېدو احتمال شته او له همدې امله دې امريکايي وګړي د ځان خونديتوب لپاره دغه هېواد ته سفر نه کوي.
یاد وزارت د دغه خبرداري لامل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او په احتمالي توګه د امریکایي وګړو تښتول او د سرپرست حکومت له لوري يې نيول ښودل شوي.
د خبرپاڼه یوه برخه:« د ترهګرۍ، په تېروتنې سره د نیونې ګواښ، مدني ناکراریو، اختطاف او جرمونو له کبله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړئ. په دې هېواد کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالې دي. له همدې کبله امریکايي اتباع د اختطاف او یرغمل کېدو له ګواښ سره مخ دي. طالبانو هلته مرستندویه او بشري کارکوونکي ځورولي او بندیان کړې يې دي. د بهرنیو اتباعو فعالیتونو ته ښايي د شک په سترګه وکتل شي او د توقیف لاملونه یې ښايي ناڅرګند وي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د سفارتي او کونسلي چارو د ځنډېدو له امله ښايي د ستونزې پرمهال خپلو اتباعو ته پر وخت رسېدنه ونه شي کړای.
خو سرپرست حکومت د امریکا دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او زیاتوي، چې په افغانستان کې هېڅ بهرني وکړي ته ګواښ متوجي نه دی.
په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین وايي:« هېڅ بهرني وګړي ته چې افغانستان ته د سیاحت لپاره راځي او یا له اصولو سره سم په غیر دولتي موسساتو کې کار کوي ګواښ نه شته دی. ټول د شته قوانینو په فضا کې تګ راتګ کولی شي. »
په ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان وایي، امريکا ته په دې اړه ورکړل شوي مالومات ناقص دي او په خبره يې ورته چلن ښکاره کوي، چې امریکا لاهم له افغانستان سره عقدوي سياست ته دوام ورکوي او په لړ کې يې خپلې ګټې هم تعقيبوي.
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« په ډېر تاسف سره چې د امریکانو استخباراتي منابع کوم چې دوی ته د افغانستان اړوند راپورونه ورکوي، له حقایقو سره سر نه خوري.»
له دې وړاندې جرمني، اسټرالیا، روسیې او بریټانیا هغه څلور هېوادونه دي، چې د امنیتي ګواښونو له امله یې له خپلو وګړو غوښتي، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.