داسې ښکاريي، چې د نورو هېوادونو ترڅنګ د کابل او بېجينګ ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنيتې برخو کې اړیکې ورځ تر بلي پراخېږي او یو بل سره د همکاریو ژمنې کوي.
تازه په کابل کې د چین سفير د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراجالدین حقاني سره کتلي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د نورو مسایلو تر څنګ يې، د چینايي پروژو، ډیپلوماتيکو ځايونو، په افغانستان کې د مېشتو چینايي اتباعو او د میس عینک کان قراردادي شرکت (اېم.سي.سي) د امنیت خونديتوب ستاينه کړې.
وزارت زیاتوي:« په دې کتنه کې د چين سفير د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د چينايي اتباعو لپاره د امنیت د برابرولو په خاطر مننه وکړه او د دغه وزارت په دوامداره همکاریو يې خوښي وښووده. ژاو شینګ وويل، د تېرو څو اوونیو په لړ کې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګرۍ او اقتصادي برخو کې ستر پرمختګونه شوي. ژاو شينګ د مس عینک کان د سړک پرانيسته او د ځنغوځيو په برخه کې تړونونه او ورته نورې پروژې د دوه اړخېزه اړیکو څرګندوونکي یاد کړل.»
په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي په اقتصادي، سیاسي او امنیتې برخو کې له چین سره مثبتې اړیکې د هېواد پر ګټه بولي او زیاتوي، چين له اقتصادې اړخه پر ځان بسیا هېواد دی او کولی شي له افغانستان سره په هره برخه کې مرستې وکړي.
دوی وايي، سرپرست حکومت د اوس لپاره په داسې یوه حالت کې قرار لري، چې باید د هېواد د ګټو لپاره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وپالي.
د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي:« چین په سیمه کې د یوه ستر قدرت په توګه غواړي، چې له افغانستان ژورې ستراتیژیکې اړیکې ولري، د دې ترڅنګ چین د افغانستان ګاونډي په توګه هم اړ دی، چې د افغانستان له امن او ټیکاو څخه د خپلو سیمو د امن او ټیکاو ضمانتونه ولري.»
شنونکي وايي، دا چې چین له افغانستان سره ګډه پوله لري، نو اړ دی، چې د خپل هېواد د امنیت خونديتوب په خاطر له سرپرست حکومت سره ښي او په باور ولاړې اړیکې ولري.
د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې نسبي امنیت تامين شوی او د سرپرست حکومت د لوړ پوړو چارواکو په خبره د اوس لپاره په افغانستان کې هېڅ داسې ډله ټپله نشته، چې د حکومت او خلکو پر وړاندې دې ګواښ وي.