Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرن ډېکر: دوحه کې د افغانستان په اړه څلورمه ناسته جوړېږي

کرن ډېکر: دوحه کې د افغانستان په اړه څلورمه ناسته جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/25

افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر، چې دا مهال خپلې چارې له قطر پر مخ وړي، د دوحې له درېیمې ناستې وروسته په نږدې راتلونکې د څلورمې ناستې جوړېدو خبر ورکړی.

ډېکر له یو شمېر خبریالانو سره پرلیکه ناسته کې که څه هم د ناستې کره نېټې په تړاو جزییات نه دي ورکړي؛ خو ویلي يې  دي چې د یادې ناستې له جوړېدو وړاندې باید څو نورې وړې ناستې ترسره شي.

ډېکر دغه راز ویلي، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع لاهم پر خپل ځای ده او په خبره یې د دوحې په درېیمه ناسته کې یې د سرپرست حکومت استازي ته د افغانستان د شاته پاتې کېدو خبرداری ورکړی.

هغې زیاته کړې:« د هېوادونو استازو یو په بل پسې طالبانو ته دا خبرداری ورکړ، که افغانستان خپل نیمايي وګړي له صحنې لرې کړي، نو بریالي کېدای نه شي. دغو استازو پر افغانستان غږ وکړ، چې د ملګرو ملتونو ټولو کنوانسیونونو او تړونونو ته ژمن پاتې شي؛ خو پر ملګرو ملتونو یې هم د داسې یوې پروسې او د یوه لارښود د جوړولو غږ کړی، چې د افغانستان د حالاتو خپلواکه ارزونه روانه وساتي.»

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشرې روزا اتونبایوا د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکو ته اشاره کړې او پر لوړه کچه خبرې اترې یې د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د رغېدو لامل ګڼلي.

نوموړې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې دغه راز ویلي، نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې ټینګې کړي.

د ارګ خبرپاڼې یوه برخه:« اتنبایووا زیاته کړه، په لوړه کچه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ خبرې د اړیکو د رغېدو لامل کېدای شي.‌  همدا راز له اسلامي امارت سره اړیکې لرل د غربي ټولنې غوښتنه ده.»

هغې د دوحې له وروستۍ ناستې وروسته د افغانستان د خصوصي او بانکي سکټورونو د ملاتړ او له نشه یي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي په هکله د دوو جلا کمېټو د جوړولو خبر ورکړی چې په خبره یې له جوړېدو څخه یې اصلي موخه په یادو برخو کې د ستونزو موندل او ورته د حللارو لټول دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو له لوري د سرپرست حکومت د شرایطو منل مهم ګام بللی او له نړۍ سره یې د رغنده او مثبتو اړیکو د جوړېدو ترڅنګ د تعامل غوښتنه کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې داسې مهال د دوحې د څلورمې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو په نوښت نږدې یوه میاشت وړاندې د جون پر ۳۰ مه په قطر کې د دوحې دوه ورځنۍ درېیمه ناسته ترسره شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist