Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرچینه: د مقاومت جبهې مشران تاجکستان ته غوښتل شوي

سرچینه: د مقاومت جبهې مشران تاجکستان ته غوښتل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/25

په خواله رسنیو کې د اسلامي‌امارت د مخالفې وسله‌والې جبهې مشر احمد مسعود ته په انګلیسي ژبه منسوب غږ لاس په لاس کیږي.

دغه ۱۷ ثانیې غږ چې د ثبت نېټه او د واټس‌اپ شمېره ورسره نه ښکاري، احمدمسعود ته منسوب شوی، د ریچارډ په نوم له یوه امریکايي څخه غوښتنه په‌ کې شوې،چې د تاجکستاني پلازمینه دوشنبه کې د دې جبهې اړوند دفترونو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

هغه زیاته کړې:« سلام ریچارډه! زه هېله لرم،چې تاسو به ښه یې. له کله چې تاجکستان په خپل هېواد کې زموږ دفتر تړلی، وضعیت مو ترینګلی دی چې دا زموږ په حق کې  بې عدالتي ده.  موږ څه او کوم ډول اقدامات ترسره کولی شو؟ زموږ ملګري او ملاتړي له ننګونو سره مخ دي.  مهرباني وکړئ، په تاجکستان کې د دې وروستۍ پریکړې په اړه  له یو چا سره خبرې وکړئ.»

د تاجکستان حکومت چې د اسلامي‌امارت د سیاسي او وسله‌والو مخالفینو په ملاتړ تورن دی، چارواکو او رسنیو یې تراوسه په دې تړاو رسمي څه نه دي ویلي.

د دې راپور تر خپرېدو ځايي خبریالانو هم شمشاد ته د یادې جبهې د دفترونو د فعالیت بندیدو په اړه معاومات شریک نه کړل.

خو د اسلامي امارت د مخالفې جبهې مشر ته نږدې کسانو وویل چې تر دې مهاله تاجکستان کې ددوی دفتر فعال دی.

ځينو رسنیو ته د یادې ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم ویلي، د دې جبهې حضور پياوړی شوی، خو په خپله د دې جبهې له ادرسه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې، د جبهې یو مهم غړي شمشاد ته داسې وویل.

د اسلامي‌امارت مخالفې جبهه کې یوه سرچینه وايي:« څو ورځې کیږي چې د جبهې ځينې مشران له نورو هېوادونو هلته د دوشنبه ښار ته ور غوښتل شوي او یوه ناسته ورسره لري. تر اوسه دفتر فعال دی.»

ورته مهال د اسلامي‌امارت د وسله‌والې مخالفې ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پرون د جولای په ۲۳مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، افغانان چې په هر هېواد کې وي، نړیوالو قوانینو او ډیپلوماتیکو معیارونو ته درناوی وکړي.

نظري زیاته کړې:« موږ د افغانستان له ټولو اتباعو څخه غواړو، چې په بهر کې د مېشتو خلکو په ګډون، له هغه فعالیت له ترسره کولو او هڅولو څخه ډډه وکړي، چې د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي، په هر ځای کې چې وي، نړیوالو قوانینو او ډیپلوماتیکو معیارونو ته درناوی تر ټولو مهم دی.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، یادې جبهې خپل اعتبار بایللی او نږدې ملګري هېوادونه یې هم له ملاتړ څخه لاس په سر شوي دي.

کابو درې کاله وړاندې د اسلامي‌امارت له بیا واکمنېدو سره سم د مقاومت جبهې په نوم چې مشري یې احمد مسعود کوي، خپل موجودیت اعلان کړ او په دغه موده کې یې په سلګونه وسله‌وال غړي د اسلامي امارت ځواکونو سره نښتو کې ووژل شول.

 د دې جبهې مشران د تاجکستان او ترکیې سربېره په فرانسه، امریکا او ځېنو نورو لویدیځو هېوادونو کې مېشت دي.

اسلامي‌امارت وايي، افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ بهانه نه ده پاتې او هر ډله چې د نظام ضد مخالفت کوي سرپورته کولو ته یې نه پریږدي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist