• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کار ملي کنفرانس؛ د یو نیم میلیون کاري فرصتونو رامنځته کولو په ژمنې سره پای ته ورسېد

د کار ملي کنفرانس؛ د یو نیم میلیون کاري فرصتونو رامنځته کولو په ژمنې سره پای ته ورسېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/25

‌په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري رابلل شوی دوه ورځنی د کار ملي کنفرانس،  چې د ټولو حکومتي ادارو چارواکو، کابینې غړو اود نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازو په ې ګډون کړی وه، د کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو په تړاو له دوه ورځیني بحثونو او نظریاتو شریک کولو وروسته پایته ورسیده.

د دغه کنفرانس د وروستۍ ورځې ناسته کې د کابینې ګڼ شمیر غړو ویناوې درلودې او ټینګار یې درلود چې اوس د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو لپاره له بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې.

خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له نړۍ وغوښتل، چې د افغانستان عیني حالاتو ته په کتو له اوسني سرپرست حکومت سره د ډيالوګ له لارې کېدی شي، چې د کابل او نړۍ ترمنځ شته فاصلې له منځه ولاړې شي.

حقاني وايي:« د نړیوالو چې کوم مسوولیت دی، افغانستان ته دې د پرون په نظر نه ګوري، افغانستان ته دې د نن په نظر وګوري. دلته که دوی( نړیوال) خپل اخلاص وکړي، خلکو ته د کار کومه زمینه چې موږ ورته برابره کړې، دوی دې له دغه نظام سره اخلاص وکړي.  انشاء الله دغه کومه فاصله چې په منځ کې ده، هغه به نوره هم له منځه ولاړه شي. »

حقاني غوښتنه کوي، چې اوس په افغانستان کې ښه کاري فرصتونه رامنځ ته شوي او اړتيا ده،چې نړيوال هم ترې ګټه واخلي.

د نوموړي په خبره، چې له دې وروسته افغانستان د نړۍ لپاره ګواښ نه، بلکې فرصت دی او امنیت یې هم له ډېرو هېوادونو ښه تامین شوی دی.

حقاني زیاتوي:« موږ د چا لپاره ګواښ نه یو. موږ پر خپلو ژمنو باندې ټینګ ولاړ یو، موږ له خپلې خاورې دفاع کول چې کوم دي، دا پر موږ فرض ده، دا زموږ زمه واري ده، همدارنګه زما خاوره، چې ده، د ستا لپاره ګواښ نه ده، ستا لپاره یو ښه فرصت دی، ته راشه، موږ بلنه درکوو، موږ دې امنیت نیسو، ډاډ درکوو.»

په ورته وخت کې د ریاست الو زرا اقتصادي مرستیال وايي، هڅه کوي، چې په افغانستان کې نړیوال سوداګر پانګوونې ته وهڅوي، چې له دې سره به زیات کاري فرصتونه رامنځ ته شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، په حقیقي توګه د افغانستان جغرافیايي موقیعت د ګټې اخیستنې په لټه کې دي او د ریل پټلۍ له لارې به سوداګریز واټنونه رالنډ کړي.

اخوند زیاتوي:« د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو، له سیمې هڅې کېږي، چې له دې څخه په سالمې او مثبتې ګټې اخیستنې خپل هېواد د سوېلي او منځنۍ آسیا د وصل په نقطه بدل کړو، د خپلې سوداګرۍ کچه تر بل هر  وخت  زیاته کړو، کورنیو تولیداتو ته د صادراتو زمینه برابره کړو، د انرژۍ د لېږد لپاره کار وکړو او د اوسپنې پلټۍ څخه په ګټې اخیستنې سره فاصلې رالنډې او خپلو ملي سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړو.» 

د کنفرانس په پریکړه لیک کې زیات ټینګار د بې‌روزګارۍ پر له منځه وړلو، د بې وزلې کچې په راټیټولو، د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او خلکو ته د کار بازار د رامنځ ته کولو له لارې د میعاري کار پر ورکړې شوی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معين محمد زاهد احمدزی وايي:« د دې کنفرانس مهم اهداف په هېواد کې د بېکارۍ، بېوزلۍ کچې کمښت، د مناسبو کاري فرصتونو رامنځته کول، د کار بازار د پراختیا له لارې  توليدي او غوره معیاري کار ته د هېوادوالو لاسرسی دی.»

په ورته وخت کې د کاري فرصتونو او کارموندنې په موخه کار او ټولنیزو چارو  وزارت د کلیو او پراختیا وزارت ، د دولتي شرکتونو او تصدیو له لوی ریاست ، د اوبو او برښنا وزارت ، کډوالو چارو ، لوړوزده کړو ، کرنې او مالدارۍ ، ټولګټو چارو، سوداګرۍ او صنعت او د کانونو اوپطرولیم وزارتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د چارو اکو په خبره، د دغو هوکړه لیکونو له مخې، به په راتلوکو۵ کلونو کې ۱.۵ خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي:« په دغو هوکړه لیکونو کې د کارموندنې  او د معیاري کارونو د رامنځته کولو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا ۱.۵ میلیونه هېوادوالو ته په راتلونکو پنځو کلونو کې د کار زمینه برابره کېږي.»

د کار ملي کنفرانس ګډونوالو د خپلو خبرو پرمهال وویل، له دې وروسته به افغانان د کار موندنې لپاره په ناقانونه لارو بهرنیو هېوادونو ته لاړ نه شي، تعهد لري چې په کوردننه به ورته د کار زمینه برابره وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist