د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، واشنګټن د افغانستان له سرپرست حکومت سره مالي مرستې نه کوي.
د مېلر په خبره، چې ګڼو موارد کې دا مساله روښانه کړې چې له سرپرست حکومت سره مالي مرستې نه کوي.
هغه زیاته کړې:« کله چې له طالبانو سره د امریکا مالي ملاتړ خبره مطرح کېږي ، موږ له هغوی سره مستقیمې مالي مرستې نه کوو او دغه مساله مو په څو مواردو کې واضع کړې هم ده.»
ورته مهال پر افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د کورني سیاست له مخې له افغانستان سره د مرستو پر ادارو بیا کتنه نه ده کړې.
بلخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د نړیوالې ټولنې له لوري پر سرپرست حکومت وضع شوي محدودیتونه د حل لار نه بولي او پر مثبت تعامل ټینګار لري.
د دوی په خبره، سرپرست حکومت دې د داخلي عواید او منابعو له لارې هڅه وکړي، تر څو پر ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« په راتلونکې کې که چېرې منظم کار ورته وشي، ترتیب شي او شفافیت منځته راشي او کار وشي، کانونه، د عوایدو سرچېنې، ګمرکات، تولیداتو اوړ داخلي سکټورونو ته توجه وشي او په منظم ډول مدیریت شي، فکر کوم چې داخل د افغانستان خو پرېږده، بیا به موږ د دې توانايي هم پيدا کړو، چې له نورو هېوادونو سره مرستې وکړو.»
څو اوونۍ وړاندې د امریکا ګانګرس کې سرپرست حکومت ته د مالي ملاتړ نه درلودلو لایحه تصویب شوه، چې د امریکا مشرانو جرګې د تصویب وروسته به ښايي د دې څېړنه هم وشي چې کوم هېوادونه له اسلامي امارت سره مالي مرستې کوي.