Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عدليې وزارت د درېیم ځل لپاره دفاع وکالت ته له څه باندې شپږ سوه نوماندانو د تخصص ازموینه واخېسته

عدليې وزارت د درېیم ځل لپاره دفاع وکالت ته له څه باندې شپږ سوه نوماندانو د تخصص ازموینه واخېسته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/23

د عدلیې وزارت مسوولین له دې ازموینې څخه اصلي موخه راتلونکي لپاره د مدافع وکیلانو د علمی ظرفیت معلومول او په دندو ګمارل یادوي.

د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال عبدالکریم حیدر په ازموینه کې د پوره روڼتیا ډاډ ترڅنګ وايي، بریالي کسان به له نهه میاشتني ستاژ دورې وروسته، چې ټاکل شوې په انلاین بڼه ترسره شي، د کار جواز لیکونه تر لاسه کوي.

عبدالکریم حیدر زیاتوي:« کوم کسان چې په دې پروګرام کې بریالي کیږي او هغه کسان چې بیا ستاژ ته ورپېژندل کیږي، د ستاژ دوره به په ۹ میاشتو کې په دوه سمسترو کې وايي. موږ هڅه کوو چې متقاضیانو ته اړین سهولتونه برابر کړو.»

بل پلو د یاد وزارت د مدافع وکیلانو رئیس رحمت الله حقاني وايي له ازموینې وروسته هغو بریاليو متقاضیان ته چې وار د مخه یې د وکالت درې کلنه تجربه لرلې وي، له ستاژ دورې پرته ورته د وکالت جواز لیکونه ویشي.

رحمت الله حقاني په خبره، په چارو کې د اسانۍ لپاره یې د هېواد په ټولو زونونو کې د مدافع وکیلانو امریتونه رامنځته کړي او د مدافع وکیلانو ټولنې چې له دې وړاندې یې په خپلواکه بڼه فعالیت درلود د عدلیې وزارت اړوند د نوي ریاست تر کچې لوړه کړې.

حقاني همداراز وویل:« دا چې په تېرو کلونو کې د مدافع وکیلانو ټول اجرأت په مرکز کې ترسره کېدل چې له امله یې د لرو پرتو ولایتونو مراجعین له یو لړ ستونزو سره مخ و، خو په دې وروستیو کې د مدافع وکیلانو د ریاست له لوري د اسلامي امارت مقام ته په زونونو کې د امریتونو د منظروېدو وړاندیز وشو، چې د روان کال په اولو کې د اسلامي امارت مقام له لوري په زونونو کې د مدافع وکیلانو امریتونه منظور شول.»

بل پلو د ازموینې ګډونوال د ازموینې له شفافیت څخه د رضایت ترڅنګ له اړونده مسوولینو غواړي چې مدافع وکیلانو ته د جواز لیکونو د ورکړې پروسه اسانه او په دې برخه کې اړین سهولتونه رامنځته کړي.

د ازموینې یو تن ګډونوال ولي الله عاشوري وايي:« له ازموینې خوښ یو، څکه پروسه یې تر ډېره پاکه ده.»

یو بل تن ګډونوال احمدالله سلطاني ورته خبره کوي خو زیاتوي:« کله مې چې نوم لیکنه وکړه د ریاست له لوري د قانون سره سم ماخذونه راکړل شول او زه هلیه من یم چې ټولې پوښتنې د راکړل شویو ماخذونو سره سمې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د عدليې وزارت د مسوولینو په وینا واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته له دې وړاندې دوه ځله نور هم مدافع وکالت ته له سلګونه متقاضیانو څخه ازموینه اخېستل شوې چې موخه یې ټولنې ته په کار پوه او مسلکي کسانو ور پېژندل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist