Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینو پایلو اعلان؛ اتل خان رحیمزوی عمومي اول نمره شو

د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینو پایلو اعلان؛ اتل خان رحیمزوی عمومي اول نمره شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/22

د ۱۴۰۳ کال د کانکور عمومي ازموینو پایلې د یکشنبې پر ورځ ( د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ پر۳۱ مه) اعلان شوې، چې ډېره برخه ګډونکونکي یې د خپلو خوښو پوهنځیو ته بریالي شوي.

په دغه ازموینه کې د دولسم ټولګیو لسګونه زره کسانو ونډه اخیستې وه چې په ټولیز ډول نږدې ۴۵ زره یې لوړو زده کړو ته بریالي شوي او څه باندې ۲۱ زره یې نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شوي.

د ازموینو ملې ادارې په وینا، نږدې ۱۸ زره ګډونکونکي بې پایلې دي، خو دافغانستان زده کړو سکتور د جذب ظرفیت زیات دی او هغه کسان چې نمرې یې لوړې دي جذب به شي.

دغه اداره وايي، د کانکور ازموینه یې په پوره روڼتیا سره اخیستې او حق حقدار ته سپارل شوی دی.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي:«  ۴۱ زره ۲۹۳ کسان لوړو زده کړو ته کامیاب شوي، نیمه لوړو زده کړو ته ۲ زره ۱۴۴ کسان کامیاب شوي، مدرسو ته ۱۳۰۱ کسان کامیاب شوي، واجد شرایط ۲۴ زره ۳۹ کسان دي، بې پایلې ۱۷ زره ۷۲۱   کسان لرو. »

د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک مسوول عرفان الله عباد وايي:« د الله (ج) په فضل سره د ازموینو ملي ادارې وکولی شو، چې د دغې ادارې د رهبرۍ د ښه مدیریت او نظارت پر اساس د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه په ټول هېواد کې په شفاف ډول واخلي او پایلې یې د یوې رڼې پروسې له لارې تاسو او د رسنیو له لارې تاسو ګرانو هېوادوالو سره شریکې کړي.»

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دولسم ټولګیو هغه فارغان چې د کانکور ازموینې له لارې لوړو زده کړو ته بریالي شوي کولی شي، چې د هېواد په پوهنتونونو کې له هر ډول ستونزو پرته په اسلامي او ملي روحیه سمبالې زده کړې وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي:« په پوهنتون کې به نور هغه ماحول نه وي، چې د پوهنتون مرکز به د زورواکانو د زور ازموینې مرکز وه، دلته به ډلې جوړې وې، دلته به تر واحد قیادت لاندې د امن په فضاء کې په وحدت کې، په اخوت کې، په وروګلوۍ کې به ته خپلو چارو ته ادامه ورکوې.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت چارواکي وايي، عصري او دیني زده کړې د هېواد جدي اړتیا ده او په دغه برخه کې اسلامي امارت زیات جدي دی.

دوی وايي، هېواد یې د پرمختګ او په علمي ډګر کې له  نړۍ سره د سیالۍ لپاره هم دیني عالمانو او هم عصري علومو متخصصینو ته اړتیا لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي:« اسلامي امارت د خپلو زده کوونکو او محصلینو لپاره داسې علمي چاپېریال برابر کړی، چې ټول ځوانان به په دیني او عصري علومو سمبال شي. دواړه علوم د افغانستان اړتیا ده او دواړه به پرمخ ځي.»

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینو عمومي اول نمره اتل خان رحیم زوی دی، چې د کابل ولایت له حبیبې لیسې فارغ شوی او ۳۵۹ عشاریه ۶۱ نمرو په اخیستلو سره د کابل پوهنتون معالجوي طب ته بریالی شوی دی، همداراز دویم نمره د بلخ ولایت دی سید حامد هاشمي نومیږي چې ۳۵۷ عشاره ۷۱ نمرو په اخیستلو سره د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی او درېیم نمره بیا د هرات ولایت دی شفیع الله نظامي نومیږي، ۳۵۷ عشاره ۲۵ نمرو په اخیستلو سره د هرات پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist