Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې ورښتونه او توپانونه؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۴۷ ته لوړ شو

ننګرهار کې ورښتونه او توپانونه؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۴۷ ته لوړ شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/17

د  ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد، سره رود او بهسودو ولسوالیو کې د وړمې ورځې سختو ورښتونو او توپانونو له امله د مړو شویو کسان شمیر ۴۷ او د ژوبل شویو۳۵۰ ته لوړ شو.

ځايي چارواکي وايي، له دې ډلې ۱۵۰ کسان دا مهال د ننګرهار په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او هغه ټپيان چې وضعیت یې ښه و، له  درملنې وروسته کورونو ته لیږل شوي.

د دغه ولایت مرستيال والي سعید احمد بنوري د یو شمېر مسوولینو په ملتیا  د سره رود ولسوالۍ کې هغه کورنۍ وليدې چې د توپان او ورښتونو په پېښه کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو او يو شمېر يې ټپيان شوي دي.

د سره رود احمدزيو سټاپ اړوند په يوه کور کې د خونې پرېوتو په پېښه کې اووه تنه شهيدان شوي او دوه ټپیان دي همدارنګه کوچي کلا کې دولس تنه شهيدان او اووه تنه زخميان دي.

بنوري  وايي:« سرې میاشت او نورو ټولو ریاستونو پر وخت رسېدنه کړې، کوم کسان چې تر خاورو لاندې ول، هغه یې راایستلي دي، همدارنګه یې د ژوبل شویو کسانو په لېږد کې مرسته کړې. ټولو ښه خدمت کړی دی.»  

له دې پيښې وروسته د ننګرهار مرستيال والي پر مشرۍ ولایت مقام کې د پيښې قربانيانو کورنيو سره د مرستو په موخه د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو مسئوولينو سره بېړنۍ غونډه وشوه.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر سيف الله خالد وايي:« د  وروستۍ پېښې له امله په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې د لومړنيو مالوماتو له مخې، ۴۷ کسان شهيدان او ۳۵۰ نور ټپيان شوي دي، ۴۰۰ کورونه، ۶۰ د برېښنا پايې، ونې او کروندې زيانمن شوې دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې ( اوچا) په استازيتوب ډاکتر سيد عالم او د يونېسف او ګڼ شمېر نورو ادارو مسوولينو ولایت مقام ته ډاډ ورکړی چې په ټولو برخو کې کافي امکانات لري او د قربانيانو کورنيو ته به لازمه پاملرنه وکړي.

د ننګرهار عامې روغتيا رییس آمين الله شريف وايي:« حوزوي، فاطمة الزهرا او نورو دولتي روغتونونو ته تراوسه د ۳۳ شهيدانو جسدونه او ۳۵۰ ټپیان راوړل شوي دي، چې اوس مهال ۱۵۰ ټپیان تر درملنې لاندې دي.»

ننګرهار کې د وړمې ورځې توپان د مرکز جلال اباد ښار کې برېښنا ستنه هم نړیولې او په دې ښار برق پرې شوی دی او مسوولینو ډاډ ورکړی چې د لوړ ولتاژ د تخنيکي ټيمونو د هلو ځلو په پايله کې د ۳۵ کيلو ولټ شبکې د رانړېدلو پايو د ترمیم او بېرته نصبولو چارې دوام لري.

له  ننګرهار سربیره د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو ويلي، د دې ولایت په مرورې، شیګل او اسمار ولسوالیو سربېره مرکز اسعد اباد کې د شدید باران له امله سېلابونه راوتلې چې پنځه کسان په کې مړه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist