Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د بشري حقونو څار نړيوال سازمان ترکي ځواکونه له افغان کډوالو سره پر ناوړه چلن تورن کړي

 د بشري حقونو څار نړيوال سازمان ترکي ځواکونه له افغان کډوالو سره پر ناوړه چلن تورن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/17

د بشري حقونو څار سازمان په تازه خپره شوې راپور کې ویلي، له افغان او سوريايي کډوالو سره یې د ترکي ځواکونو د ناوړه او غیر انساني چلن زياتې پېښې ثبت کړې دي.

راپور کې ویل شوي، چې  په ترکیې کې دې د ټولو وحشیانه، غیر انساني، له سپکاوي ډک چلن او سزاوو په اړه څېړنې وشي.

راپور کې وړاندې ویل شوي، ترکي ځواکونو افغان او سوريايي کډوال شکنجه کړي او په تاوتريخوالي سره يې له دې هېواد شړلي دي.

د راپور یوه برخه:« له افغان کډوالو سره د ترکي ځواکونو د ناوړه او غیر انساني چلن زياتې پېښې مو ثبت کړې. تمه لرو، چې په ترکیې کې د ټولو وحشیانه، غیرانساني، له سپکاوي ډک چلن او سزاوو په اړه څېړنې وشي. ترکي ځواکونو افغان او سوريايي کډوال شکنجه کړي او په تاوترېخوالي سره یې له دې هېواده شړلې دي.»

په ورته وخت کې سرپرست حکومت هم د افغان کډوالو په اړه د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ادعا تایيدوي او وايي، بار بار یې له اړوند هېوادونو سره د افغان کډوالو د ځورونو په تړاو اندېښني شریکې کړي دي.

چارواکي وايي، سرپرست حکومت هڅه کوي، چې په معقوله توګه بهر ته د تلونکو افغان ځوانانو د تګ مخه ونيسي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د اسلامي امارت لخوا هم دغه اندېښنه وخت پر وخت له هېوادونو سره شریکه شوې، چې له افغان کډوالو سره په هېوادونو کې بد چلن ونه شي او هغوی اړ هم نه کړی شي، بلکې د هڅونې له لارې، اسلامي امارت هم هڅه کوي چې هغوی( افغان کډوال) خپل هېواد ته راشي او هېوادونه هم باید له دوی سره له نرم چلن کار واخلي. په دې اړه باندې موږ د حکومتونو له استازو سره د خبرو په جریان کې یو او هڅه کوو، چې دې پروسې ته د پای ټکی کېښودل شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان ترکیې، پاکستان او ایران ته په اشارې وایي، دې هېوادونو تل د کډوالو په نړيوالو قوانينو کې د افغان کډوالو تعريف شوي حقونه تر پښو لاندې کړي او غیري انساني چلن يې ورسره کړی دی.

دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې نور دې په کور دننه خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، څو اړ نه شي نورو هېوادونو ته په مرګونو لارو سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم پاکستان، ایران او ترکیې زرګونه افغان کډوال په زوره د ياد هېواد پرېښودو ته اړ کړي او يا يې هم بېرته کابل ته را ستانه کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist