Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

د امريکا بهرنيو چارو وزارت افغانستان کې د بندي امريکايي وګړو شمېر په ډاګه کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/15

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په يوه ليکلي پيغام کې واشنګټن ايګزيمینر ورځپاڼې ته ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت په زاندانونو کې د یوه افغان الاصله امریکایي په ګډون د درې امریکایي وګړي بنديان دي.

د امريکا بهرنیو چارو وزارت د دې کسانو نومونه جورج ګليمن، ریان کوربېټو او محمود حبیبي ښودلي دي.

دغه مالومات د امريکا بهرنيو چارو وزارت؛ واشنګټن ايګزيمینر ورځپاڼې ته د يوې پوښتنې په ځواب کې ورکړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي:« جورج ګلیمن، محمود حبیبي او ریان کوربيټ دا هغه درې امريکايي وګړي دي، چې اوس مهال په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي.»

سرپرست حکومت هم تاییدوي، چې دوه امريکايي وګړي له قوانينو د سرغړونې په جرم نيول شوي او په دوحې له امريکايي پلاوي سره، د يادو کسانو د خوشې کولو پر شرايطو خبرې شوي.

مسوولین وايي، د يادو امريکايي وګړو د خوشې کولو پروسه به، له ډيپلوماټيکو لارو تعقيب شي.

د اسلامي  امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:«هو! دا مهال دوه تنه امریکايي اتباع په افغانستان کې بندیان دي، دا چې دوی د هېواد له قوانینو سرغړونه کړې، دوی نیول شوي، په دې اړه زموږ استازو له امریکايي لوري سره خبرې هم کړي، که د خبرو اترو له لارې مخته ولاړ شو، کېدای شي، یادې موضوع ته حل پیدا شي. »

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، ریان کوربېټ چې مشخصات یې څرګند دي، څوارلس کاله وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلی او په ۲۰۱۷ کال کې يې په کابل کې د بلوم په نامه د سوداګريزو سلا مشورو کمپنۍ جوړه کړې وه، چې د خصوصي سکټور په برخه کې یې فعالو وړو کاروباري کمپنیو او شرکتونو ته سلامشورې ورکولې.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، هر بهرنی وګړی چې افغانستان ته راځي، اړتيا ده چې د افغانستان ټول قوانین ومني او د سرغړونې په صورت کې يې کوربه هېواد د نیولو او ترې د پوښتنو حق لري.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوحې په درېیمه  ناسته کې د امریکا په استازیتوب د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړو استازو د سرپرست حکومت له پلاوي غوښتې ول، چې د دوی بندیان ژر تر ژره او پرته له کوم قید او شرط ازاد کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خرسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خرسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خرسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خرسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist