Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي له سرپرست حکومت د اساسي اسانتیاووغوښتنه کوي

د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي له سرپرست حکومت د اساسي اسانتیاووغوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/13

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند الګډې سیمه، چې نږدې ۵۰ زره نفوس لري اوسیدونکي یې وایي، د ژوند د نیمګړو او اساسي اړتیاوو ته د نه لاس رسي له امله سختو ستونزو سره مخ دي.

د ځاځي میدان والسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« لویه ستونزه مو د کلېنیک دی. ډاکټران نه لرو، ښځېنه ډاکټرې نه لرو. دوا مو کمه ده، دا ستونزې مو بیخي زیاتې دي. بله د مخابراتو ستونزه ده.»

د ځاځي میدان والسوالۍ یو بل اوسېدونکی قلم خان معصوم وايي:« موږ ته لومړی باید سړک جوړ شي. دویم کلېنیک دی، چې کوچنی دی. »

ځایي اوسیدونکي له دې سربیره چې د روغتیا، پوهنې او بیارغونې په برخه کې د سرپرست حکومت پر پاملرنې ټینګار کوي، ترڅنګ یې دغلته د وچکالۍ د مخنیوي او کرنې د ودې په برخه کې سرپرست حکومت د بندونو جوړیدو ته هم را بولي، څو د همدې سیمې خلک له شته ستونزو خوندي شي

د ځاځي میدان والسوالۍ یو تن اوسېدونکی غازي محمد وايي:« زموږ زده کوونکي د سر پناه لپاره مناسب ټولګي نه لري. په باراني وخت کې زموږ زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې ناست وي.»

د ځاځي میدان والسوالۍ یو بل اوسېدونکی جان محمد وايي:« کله چې کلېنیک ته خلک ورځي، ځېنې داسې خلک هم وي، چې بېرته له همغې ناروغۍ سره کورته ستانه کېږي. نو کلېنیک کوچنی دی، ډاکټر یو دی، د دې سیمې لپاره بسنه نه کوي.»  

ورته مهال د دغه ولایت ځایي چارواکي که څه هم په لرو پرتو سیمو کې د خلکو ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت په یاده برخه کې خپل فعالیتونه چټک کړي او د لرو پرتو سیمو خلکو اساسي ستونزو ته به په دومدار او منظمه بڼه رسېدنه وکړي.

د خوست اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وايي:« د تعلیم او تربیې په برخه کې، د صحت په برخه کې او همدغه راز د دوی د لارو جوړولو په برخه کې د ځېنې انکشافي پروژو پلې کولو په برخه کې اسلامي امارت ځېنې پلانونه نیولي او ځېنې یې عملي کړي.»

په خوست ولایت کې د لرو پرتو سیمو خلک چې لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي، له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د بېلابېلو رغنیزو پروژو له لارې یې د ژوند اساسي ستونزو ته جدي او ژر پاملرنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist