Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوتین او مودي د ترهګرۍ پر ضد د کابل مبارزه ستایلې

پوتین او مودي د ترهګرۍ پر ضد د کابل مبارزه ستایلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/11

له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ګڼو هېوادونو پوځي او سیاسي چارواکو په افغانستان کې د وسله والو ډلو پر شتون اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې، چې ترهګرو ډلو په افغانستان کې وده کړې، په داسې حال کې چې د سرپرست حکومت چارواکو په کراتو ویلي، د ترهګرو ډلو تنظیموونکي په افغانستان کې نشته، بلکي په خبره یې د سیمې په هېوادونو کې مېشت دي.

 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په مسکو کې له کتنې وروسته، یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې په کې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه هر اړخیزه او اغېزناکه یاده کړې.

پوتین او مودي دغه راز د افغانستان د وضعیت په اړه خبرو کې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د خپلواک جوړښت په توګه ياد کړی.

د ګډې اعلامیې یوه برخه: « ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په مسکو کې له یو بل سره وکتل او دواړو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو مبارزه اغېزناکه وبلله او همداراز مودي او پوتین د افغانستان اوسنی حکومت یو خپلواک دولت وګڼه.»

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: « د اسلامي امارت په راتګ سره د ترهګریزو ډلو په ځانګړې توګه داعش ډلې فعالیتونه په افغانستان کې کم شوي دي او ان دغه ډله د له منځه تلو په حالت کې ده. کله چې دلته امریکایان او ناټو وه، نو ډېرې لویې سیمې د داعش او نورو ترهګریزو ډلو تر ولکې لاندې وې؛ خو اوس په ټول افغانستان کې یو لوېشت خاوره هم د دوی په لاس کې نه ده او نه دوی دا ادعا کولی شي.»

په ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د ممنوع ډلو یا تور لېست څخه د سرپرست حکومت لرې کولو لپاره د مسکو هڅې په ښه توګه روانې دي.

د سیاسي چارو کارپوهان له تورلېست د سرپرست حکومت لېرې کول د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم بولي او ټینګار کوي، چې هېوادونه دې هم د پرېکون سیاستونو پرځای له سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي، څو روانې کشالې او ستونزې حل شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « د طالبانو د یو شمېر رهبرانو د تور لېسته د ایستلو په تړاو د روسانو هڅې د اړیکو د پراختیا او د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې په برخه کې د هغوی د لا زیاتې هڅونې لپاره یو نېک اقدام دی.»

که څه هم اسلامي امارت د پوتین او مودي د دغو څرګندونو په اړه څه نه وایي، خو له دې مخکې یې د روسیې دریځ ستایلی و او له ټولو هېوادونو سره یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.

د سیاسي چارو کارپوهان د روسیې او هند اوسني درېځ ته د شک په سترګه ګوري او وایي، یاد هېوادونه د خپلو موخو د تعقیب لپاره ورته څرګندونې کوي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « ماته د مودي، پوتین او نړۍ د نورو هېوادونو خبرې د منلو وړ نه دي، د دې لپاره چې همدې هېوادونو افغانستان له دې ستونزو سره مخ کړی و او مخ کړی یې دی. زه به هغه وخت د دوی خبرې ومنم چې دا د رسمیت پېژندنې موضوع دوی نوره ختمه کړي او افغانستان په رسمیت وپېژني، هغه وخت چې بیا دوی هر څه د افغانستان په تړاو ووايي ماته د منلو وړ دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سرپرست حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې خپل متحدین وبلل او همدارنګه یې له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړي کېدو لپاره د شانګهای همکارۍ د سازمان د تماس ډلې د فعالیت پر بېرته پیلولو ټینګار کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist