Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/11

پاکستان او افغانستان چې دوه نږدې ګاونډیان دي او تر بل هر ګاونډي د افغانستان سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي اړیکي ورسره اړینې دي؛ خو د پاکستاني چارواکو لخوا وروستیو نیوکو او ځېنو ادعاوو د دواړو هېوادونو اړیکې کړکېچنې کړې.

د یادو ستونزو د حل لپاره که څه هم په کراتو د استازو تګ راتګ شوی، خو اوس پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د  اسلام اباد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار کابل ته په سفر راځي.

د اسحاق ډار له قوله د ډان ورځپاڼې د راپور یوه برخه: « زه  به په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولاړ شم. افغانستان زموږ ورور هېواد دی.»

ډار همدارنګه د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو دایمي کمېټي په پرانستونکې غونډه کې وویل، چې افغانستان یې نږدې ګاونډی دی او هېڅوک د دواړو هېوادونو اړیکې نه شي خرابولی.

هغه زیاته کړې: « موږ افغانستان سره نږدې اړیکې درلودې او ساتو یې. تاسو نه شئ کولی خپل ګاونډیان بدل کړئ.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هلته پر چینایانو بریدونو ته په اشارې وایې، د ټي.ټي.پي لخوا له افغانستانه طرحه شوې وه او په وینا یې امنیت د کابل او اسلام اباد ترمنځ یوه ننګونه ده او یادې ننګونې باید حل شي.

 اسلامي امارت که څه هم  کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ په هکله څه نه وایې، خو وړاندې تر دې یې د پاکستان لخوا د هر ډول امنیتي اندیښنو ځواب ورکړی.

که څه هم د دې سفر کره وخت او اجنډا نه ده رسنیزه شوې، خو تحلیل کوونکي یې په تړاو وېشلي نظرونه لري.

 د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « د پاکستان  بهرینو چارو وزیر سفر کابل ته د مشخصو اجنډاوو په درشل کې غواړي چې له اسلامي امارت سره د پاکستان ټولې غوښتنې مطرح کړي، لومړی د «عزم استحکام» تر چتر لاندې چې کوم عملیات دوی پیل کړي، په دې کې د اسلامي امارت همکاري غواړي او د ډېورڼد د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د کډه کولو او د دوی د کلیو د ورانولو مسایل به دلته مطرح کېږي، څو دوی دغه سیمه ناامنه کړي او د پښتنو له ادرسه یې پاکه کړي او امریکایانو یا غربي نړۍ ته اډې ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد اکبر سیال وردګ وايي: « د دې سفر موخې زما په نظر واضح دي، غواړي په څو مواردو کې د افغانستان له اوسني نظام سره بحث او خبرې اترې وکړي، لومړی مورد یې ټي‌ټي‌پي دی چې دا د پاکستان کورنۍ مساله او ستونزه ده او غواړي دا له افغانستان سره مطرح کړي. دویم په اقتصادي او ټرانزېټي برخه کې د افغانستان سوداګرو سره د اسانتیاوو برابرولو ژمنې وکړي. درېیم مورد چې هغه د افغانستان د کډوالو مساله ده چې د ملګرو ملتونو یو کمېشنر راغلی و او له هغوی سره یې د دې ستونزې په اړه بحث وکړ؛ نو دا ټول هغه موارد دي چې غواړي مطرح یې کړي.»

ځېنې نور بیا که څه هم د پاکستاني چارواکو ورته سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رغولو ښه پیل بولي؛ خو ټینګار  یې دا دی چې سرپرست حکومت دې د راغلي پلاوي سره د کړکېچ شته مسایل داسې حل کړي چې نور د نیوکو ځای نه وي پاتې.

 د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي: « دا سفر به د ځېنو مسایلو او مالوماتو شریکولو لپاره وي. پاکستان اوس هڅه کوي چې هغو مسایلو ته  قانوني دلایل پیدا کړي چې دا ډېر کلونه کېږي. دوی په افغانستان کې خپلسري عملیات ترسره کوي؛ غواړي بیا ووايي چې موږ خو کابل ته سفر کړی و او خپل مالومات مو له افغان لوري سره شریک کړي و، خو د هغوی لخوا موږ ته کوم مثبت ځواب نه و،نو ځکه موږ له امریکا سره پر کډه عملیات کوو او افغانستان کې خپل سیاسي مخالفین په نښه کوو.»

د یادونې ده، چې پاکستان په وروستیو کې د امریکا په ملاتړ د «عزم استحکام» په نوم د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړي.

که څه په پیل کې ویل شوي ول، چې یاد عملیات به قبایلي سیمو او پښتونخوا کې پيلیږي خو د دې هېواد د دفاع وزیر خبرداری ورکړی و، چې افغانستان کې به هم ځېنې اهداف په نښه کړي چې اسلامي امارت پر خپل وخت ځواب ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist