Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لوړو زده کړو وزارت بهرته د تللو استادانو د احتمالي منفکۍ راپورونه رد کړل

لوړو زده کړو وزارت بهرته د تللو استادانو د احتمالي منفکۍ راپورونه رد کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/10

له څو ورځو راهيسې په رسنیو کې د لوړو زده‌کړو وزارت له ادرسه داسې راپورونه خپرېږي چې ګواکې دغه وزارت د پوهنتونونو هغه استادان له دندو منفک کوي چې له هېواده بهر پر ماسټرۍ او دوکتورا بوخت دي.

خو د دغه وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي دا ردوي چې د زده‌کړو لپاره دې په علمي سفرونو وتلي استادان له دندې لرې شي.

هاشمي وايي، د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا پرېکړه کړې، څو د هغو استادانو بستونه اعلان ته وسپاري چې د اړوند پوهنتون او وزارت له موافقې پرته بهر ته تللي او تدريسي پلان يې مخ ته نه دی وړی.

هاشمي زیاتوي: « د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري بهر ته د تللو استادانو د منفکۍ خبر لاس په لاس کېږي چې هېڅ حقیقت نه لري. د هېوادوالو د مالوماتو لپاره باید ووایم چې د لوړو زده‌کړو وزارت رهبري شورا پرېکړه وکړه، چې د هغو استادانو خالي بستونه اعلان ته وسپارو، کوم چې د اړوند پوهنتون او وزارت له موافقې پرته بهر ته تللي، د درسي بهیر راپور یې نه راځي او یا یې هم په بهر کې درسي موده پای ته رسېدلې او بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي او هلته د پاتې کېدو لپاره کوم معقول عذر هم نه لري.»

نوموړی همداراز وايي، اوس مهال د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو شاوخوا (۱۴۰۰)  استادان په بهر کې پر زده‌کړو بوخت دي چې له لوړو زده‌کړو وزارت سره په اړیکه کې دي.

هغه زیاته کړې: « اوسمهال د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو شاوخوا ۱۴۰۰ استادان په بهر کې پر زده‌کړو بوخت دي، چې له لوړو زده‌کړو وزارت سره په اړیکه کې دي. هلته د درس او ژوند اسانتیاوې ورته برابرې او ٤٥٠ میلیونه افغانۍ معاشات ورته اجرا کېږي چې یاده بودیجه پخوا بهرنیانو ورکوله او اوس د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجي څخه ورکول کېږي.»

د پوهنتونونو يو شمېر استادان د لوړو زده‌کړو وزارت د پرېکړې په غبرګون کې وایي، دغه پرېکړه د استادانو په حق کې ښکاره ظلم دی او په خبره يې د دې ضرر تر ډېره د تعلیمې میتود بهیر ته دی.

د پوهنتون استاد زاهد امرخېل وايي: « زما په نظر دا ښکاره ظلم دی، د افغانستان له ولس او د افغانستان علمي او تعلیمي بنسټونو سره او دلیل دا دی چې هغوی چې د لوړو زده کړو لپاره بهر ته تللي دي، نوي څه زده کوي، نوې تجربې لاسته راوړي او بېرته خپل هېواد او خپلو ځوانانو ته په علمي برخه کې خدمت کوي؛ نو که موږ دوی له صحنې لرې کوو او منفک کوو یې، دا د لوړو زده کړو د قوانینو او د تحصیلي بنسټونو پر بنسټ د اصولو خلاف او د هغوی په حق کې ښکاره ظلم دی.»

د پوهنتونونو یو شمېر نور استادان وایي،  بهر ته پر زده کړو پسې تللو استادانو ته په کار وه چې د لوړو زده کړو له وزارت سره په اړیکه کې شوې وی.

دوی ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې له يادو استادانو سره په اړیکه کې شي او د يادو استادنو ظرفیت او پوهې د ضايع کېدو مخه دې ونيسي.

د پوهنتون استاد اسلم دانشمل وايي: « هغه استادان چې بهر ته لوړو زده کړو لپاره تللي دي هغوی ته په کار دا وه چې د لوړو زده کړو وزارت اړونده اداره یې په جریان کې کړې وه، تر څو د افغان محصلینو د تدریس او زده کړو په پروسه کې ځنډ رامنځته نه شي. اوس د لوړو زده کړو وزارت ته په کار دي چې دوی سره په متواتر ډول په اړیکه کې شي تر څو د هېواد علمي قادرونه بېرته هېواد ته راشي.»

ځېنې نور استادان بیا د سرپرست حکومت د شوې پرېکړي هرکلی کوي او وایي، په دې اقدام سره به وکولی شي چې د استادانو د کمبود مساله حل او درسي بهیر روان وساتل شي.

د پوهنتون استاد عبید‌الرحمان وايي: « کوم استادان چې تللي دي او نه غواړي چې بېرته راشي، موږ دوې ډلې استادان لرو، یو هغه دي چې هغوی دلته وو خو د ځېنو ستونزو له امله لاړل او پر ځای یې نور استادان مقرر شول او دویمه ډله هغه استادان دي چې د لوړو زده کړو لپاره تللي او تمه دا وه چې دوی بېرته راشي؛ خو دا چې دوی نه راځي او یا را نه غلل نو اسلامي امارت دې ته اړ شو او دا پرېکړه یې کړې چې موږ د دوی بستونه اعلانوو.»

د لوړو زده کړو وزارت داسې مهال یاده پرېکړه کوي چې په کور دننه محصلین د زده‌کړو له کم کیفیت شکایت کوي او وایي، چې سرپرست حکومت دې په لوړو زده کړو سمبال استادن د درسي میتود د ښه والې لپاره وګوماري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist