Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغاني سرې مياشتې نوی سرپرست د مسلکي کسانو پر ګومارلو ټينګار کوي

د افغاني سرې مياشتې نوی سرپرست د مسلکي کسانو پر ګومارلو ټينګار کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/10

د کانونو او پټروليم وزارت مخکينی سرپرست شهاب الدین دلاورچي اوس د افغاني سرې میاشتې د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوی، د يو لړ مراسمو په لړ کې خپله نوې دنده پيل کړه.

د چارو ادارې مشر نورالحق انور وايي، يو شمېر بهر مېشتې د نورو په لمسون د سرپرست حکومت د تخریب او بدنامۍ هڅې کوي؛ خو په خبره يې حکومت اوس د نړیوالو په شمول د افغانانو د قناعت وړ ګرځېدلی.

انور زیاتوۍ: « هغه دوښمنان چې ان دروبینونه یې اچولي څو یوه ذره نیمګړتیا او ستونزه راپیدا کړي او بیا یې نړیوالو ته وښيي؛ خو سره له ډېرو هڅو داسې څه یې مخې ته نه دي راغلي.»

ورته مهال د افغاني سرې میاشتې مخکېنی سرپرست وايي، دغه اداره یوه بې طرفه اداره ده او په هېڅ ارګان پورې تړاو نه لري.

مطیع الله خالص له نړیوالو غوښتنه کوي، چې له یادې ادارې سره بشري مرستې ونه دروي.

خالص زیاتوي: « تر هغې چې دغسې ټولنې خپل استقلالیت ولري او په بې طرفۍ سره خپل خدمات وړاندې کړي، په نړۍ کې باور ترلاسه کولی شي او د افغانستان په موجوده حالاتو کې د نړۍ مرستې خپل دې غمځپلي ملت ته په ډېرې اسانۍ سره راجلبولی شي.»

شهاب الدین دلاور، چي اوس يي د یادې ادارې د سرپرست  په توګه دنده پیل کړه وايي، په دولتې ادارو کې باید چارې د روابطو په اساس نه بلکي اهل کسانو ته وسپارل شي.

نوموړی وايي، دا چي د حکومت ټول غړي صادق کسان دي نو له همدي امله اسلامې امارت په نړۍ کې ساری نه لري

دلاور زیاتوي: « څوک چې د مسلمانانو په چارو مقرر شو او دی بیا په هغه کې داسې تصرفات او توضیفات کوي چې بل تر هغې بهتره وي خو دی د خپلوۍ او قومیت له مخې یو بل مقرروي؛ نو دا په دې مانا چې اهل پرېږدي او نا اهل مقرروې او په دې پوهېږي هم چې دا اهل او دا نااهل دی؛ نو دې له الله سره خیانت وکړ او د ځمکې په سر د الله نظام په همدې خرابېږي.»

دلاور وايي، افغانان له زیاتو اقتصادي ستوتزو سره مخ دي او هڅه به وکړي چي نړیوالې مرستي را جذب او اړمنو افغانانو ته يې پر وخت ورسوي.

شریک یی کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist