Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: امنیت شورا دې د افغانستان پر بانکي سکټور بندیزونه لرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/09

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په کتنه کې پر يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړي.

کتنه کې د کورومیا د دوحې دریېمه ناسته ګټوره وبلله او وویل، په یاده ناسته کې د سرپرست حکومت ګډون د دوه اړخېزو ناستو دوام او اسلامي امارت سره یې تعامل ته ښه زمینه برابره کړه.

هغه د خصوصي سکټور ته د امکاناتو برابرولو او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې وستایلي او وایي، جاپان له نشه یي توکو سره د سرپرست حکومت مبارزې ته په کتو، په افغانستان کې د بدیل معیشت لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:« د کتنې پر مهال د جاپان سفیر د دوحې ناسته مهمه وبلله او په دې ناسته کې یې د اسلامي امارت استازو ګډون او هلته د دوه اړخېزو کتنو دوام د تعامل لپاره ډېر مهم وباله. دغه راز یې زیاته کړه چې خصوصي سکټور د اسانتیاوو برابرولو او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې یې د اسلامي امارت هڅې وستایلې. نوموړي زیاته کړه، چې د جاپان هېواد  په افغانستان کې د مخدره توکو د بدیل معیشت لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته هم ځانګړې کړې، چې نږدې ورځو کې به یې اعلان کړي. دغه راز نوموړي له خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې د جاپان هېواد د مرستو پر دوام باندې ټېنګار وکړ. »

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي مولوي عبدالکبير هم د دوحې ناسته بریالۍ ګڼي او وایي، سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا تمه لري، چې د افغانستان پر بانکي سیستم لګول شوي محدویتونه لرې کړي او  له هېوادونو هم غواړي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پر کړو ژمنو عمل وکړي.

نوموړی ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره تعامل او د اړیکو پراختیا غواړي او په خبره يې هېچاته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

د اسلامي  امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي:« مولوي عبدالکبیر له کورومیا او د جاپان هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه او وې ویل، د دوحې ناسته یوه مهمه او بریالۍ ناسته وه. په دې ناسته کې ملګرو ملتونو د افغانستان وړاندیزونه او شرایط ومنل. نوموړي هېله څرګنده کړه، چې د دوحې ناستې ګډونوال له خصوصي سکټور د ملاتړ او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د بدیل معیشت په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، تېر ته په کتو د سرپرست حکومت اړیکې ورځ تر بلې له هېوادونو سره پياوړي کېږي او په خبره یې که چېرې سرپرست غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونو سره رسمي اړیکي او تعامل ته زمینه برابره شي، نو اړتیا ده، چې سرپرست حکومت او نړيواله ټولنه د یو بل مشروع غوښتني ومني.

دوې اوونۍ وړاندې د سرپرست حکومت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره خبرو کې وویل، د دوحې په درېیمه ناسته کې ځینې هېوادونه په اقتصادي او مالي برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته لېواله دي او هېوادونو د هر ډول نشه یي توکو د کښت، تولید، پروسسس او قاچاق پر وړاندې د سرپرست حکومت هڅې ستایلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist