Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: تېرو دوو کلونو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ څه باندې ۷۰۰ لویې او کوچنۍ شخړې حل شوي

فطرت: هېله لرو چې د ایران نوي حکومت سره به د کابل او تهران اړیکې لا پراخه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/08

ایران د افغانستان له نږدې ګاونډیو دی چې کابو دوه زره کیلو متره ګډه پوله سره لري.

په دغه هېواد کې د ټاکنو له لارې د نوي ټاکل شوي  ولسمشر په راتګ سره کابل هیله لري چې تهران ورسره په بېلا بېلو برخو کې خپلې اوسنۍ اړیکې لا پسې پیاوړې او پراخه کړي.

اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، افغانستان له ټولو هېوادونو سره نږدې او حسنه اړیکې غواړي او د ایران له نوي م حکومت هم دا تمه لري چې د تېر په څېر خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

فطرت زیاتوي:« موږ د ایران اسلامي جمهوریت خلکو او نظام ته د نوي منتخب حکومت د جوړېدو مبارکي وايو، د افغانستان اسلامي امارت هیله‌من دی چې د نوي حکومت واک ته رسېدو سره به د دواړو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې لا پراخې شي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې او حسنه اړیکې ساتل او د شته اړیکو دوام د کابل او تهران سربېره د ټولو اړخونو پر ګټه دي او د ایران نوی حکومت باید دغې مسالې ته جدي متوجې اوسي.

دوی وايي، د کډوالو او نورو برخو کې شته ستونزې باید د ښو اړیکو پر بنسټ حل شي او دواړه هېوادونه د خپلو اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې باید سیاسي اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « د نوي رئیس جمهور راتګ په نېک فعال نیسو، ځکه چې ګاونډی هېواد دی او د پخوا په نسبت دا روابط لا پسې باید ټینګ شي او ایران کې زموږ له افغان کډوالو سره ښه چلن وشي، هیله‌من یو چې د ده په راتګ سره به وضعیت لاښه شي او د متقابل احترام  پر بنسټ به یو بل سره د همکارۍ لړۍ دغسې جاري ساتي.»

ځېنې نور بیا وايي، افغان ولس هم د ایران له نوي ټاکل شوي ولسمشر دا تمه لري چې له افغان لوري سره د کډوالو او د ګډې پولې پرسر وړې شته ستونزې د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل کړي.

 دوی وايي، هېله لري چې د ایران نوی حکومت له اسلامي امارت سره خپلو درېیو کلونو اړیکو او تعامل ته دوام ورکړي  او خپلې ترانزیتي او اقتصادي اړیکې لا پسې پیاوړې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « هیله‌من یو چې نوی حکومت وکولی شي د ګاونډيتوب د حسنه اړیکو په ساتلو سره خپلو هغو نېکو اړیکو ته چې له افغانستان سره یې لري دوام ورکړي او د افغانستان او ایران ترمنځ د هغو ستونزو او ننګونو د حل لپاره چې هغه د سرحدونو او کډوالو په برخه کې دي، د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو کار واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه اړیکو ساتلو لپاره هڅې وکړي.»

له هغې وروسته چې د ایران مخکېنی ولسمشر ابراهیمي رییسي الوتکه سقوط شوه او د رئیسي ترڅنګ د کابینې ځېنې مهم غړي یې هم په کې مړه شول، د دغه هېواد د قانون پر اساس ۵۰ ورځو په موده کې ټاکنې ترسره شوې چې بالاخره مسعود پزشکیان د ایران د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

مسعود پزشکیان له دې وړاندې هم په ایران کې د مهمې سیاسي څېرې په توګه پیژندل کېده او اوس د دوو پخوانيو ولسمشرانو حسن روحاني او سید محمد خاتمي ملاتړ هم له ځانه سره لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist