Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ښځېنه دولتي کارکوونکې: معاشونه مو ۵ زره افغانیو ته راښکته شوي

ښځېنه دولتي کارکوونکې: معاشونه مو ۵ زره افغانیو ته راښکته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/01

له نږدې يوې مياشتې راهيسې په خواله رسنيو کې د اسلامي امارت مشرتابه ته منسوب داسې مکتوب لاس په لاس کېږي، چې په کې اړوند ادارو ته د غبرګولي له پيل راهيسې په دولتي ادارو کې د ښځېنه کارکوونکو  معاشونه مطلق ۵ زره افغانيو ته راښکته کړي.

تر اوسه پورې اسلامي امارت د دې مکتوب په تړاو خلکو ته وضاحت نه دی ورکړی، خو شمشاد ته د يوه دولتي روغتون ډاکټرې تائيد کړې، چې ياد مکتوب رښتيا او په کې شوې لارښوونې د تطبيق په حال کې دي.

دغه ډاکټره که څه هم خپل مستعار نو ګل بي‌بي ښيي، خو د غږ او انځور د نه خپرېدو په شرط وايي:«  ۳۵کاله کېږي، چې د ډاکټرې په توګه دنده اجرا کوم. د سرپرست حکومت په راتګ سره مو معاشونه کم شول، خو په هغې اندازې نه چې ستونزې مو حل نه کړي. خو اوس یو مکتوب راغلی، چې ۵زره افغانۍ د ټولو ښځینه کارکوونکو معاشونه به وي. موږ دې مکتوب ته اندېښمنې کړي یوو. دا ځکه چې ګونګ دی او دا په کې نه دې واضیح شوي، چې په دې کې کومې ښځېنه کارکوونکې شاملې دي؟ هغه چې په کور معاش اخلې یا ټولې؟ که څه هم دې اختر ته ټولو کارکوونکو معاشونه نه دې ورکړل شوي.»

دغه ډاکټره زیاتوي، د دې په ګډون هغه ښځې چې د کور سرپرستان نه لري، د سرپرست حکومت له   لوري شوې پریکړې یې ژوند ننکولی.

هغه زیاتوي:« زما د کورنې غړي ۱۰ تنه دي. که زه ۵ زره افغانۍ واخلم څه ته یې ورسوم؟ ۳ یا ۳ نیم زره خو زما د لارې کرایه کېږي. نو  دا یو نیم زر افغانۍ زه څه ته ورسوم.؟ که حساب وکړو، نو زه د ورځې په یوه روپۍ کار کوم نو په یوه روپې څه کېږي؟ څنګه چې مخکې مې له کار سره علاقه وه او د دې مکتوب په استولو سره له منځه تللې، نه یوازې چې له منځې تللي، بلکې منفي اغېزو یې زما د کورنۍ پر غړو هم اثر کړی دی. دا د کوم ځای عدالت دی؟ هغه کار چې ښځې يې کوي، نارینه یې هم کوي. د ښځو کار د نارېنه‌وو تر کار ډېر دی، نه کم، خو د ښځو معاشونه دې ۵ زرو افغانیو ته ښکته شي.که دا مکتوب عملي شي، دا به د کونډو او بې سرپرسته ښځو لپاره سخت تمام شي. دا ځکه چې د هغوی اولادونه ډوډۍ غواړي، ناروغېږي، لباس او نور څه دا بیا له کومه شي؟ اسلامي امارت په خپل دې فرمان سره اخلاقي فساد ته لاره او زمېنه برابر وي، دا ځکه چې یوه مور نه شي لېدلی، چې ماشومان یې له لوږې مړه شي.»

نوموړې وايي، د ښځينه کارکووکو د معاشونو کسر په تړاو د مکتوب له خپرېدو وروسته د معاشونو استحقاق جوړ او ماليې وزارت ته ولېږل شول، خو دې وزارت د ځېنو ښځينه کارکوونکو معاشونه اجرا نه کړل او تر امر ثاني د انتظار پاتې کېدو لارښوونه ورته شوې.

هغه زیاتوي:« کله چې استحقاقونه جوړ شول او مالیې وزارت ته ولیږل شول، هغوی ویل چې دا تر امر ثاني پورې ځنډیدلي دي.»

بلخوا یوې معتبرې سرچینې هم شمشاد ته تائید کړه، چې د وړمې شنبې په ورځ د ملالۍ زېږنتون او وزیر اکبر خان روغتونونو ښځينه روغتيايي کارکوونکو د دې مکتوب پر وړاندې کاري اعتصاب وکړ او زياتوي، يادو کارکوونکو ګواښ کړی، تر څو چې سرپرست حکومت کړې پرېکړه بېرته نه وي اخيستي، د ناروغانو درملنه نه کوي.

سرچېنه زیاتوي:« تېره شنبه د ملالۍ زیږنتون او وزیر اکبر خان روغتونونو کارکوونکو اعتراض وکړ، چې دوی به هېڅ یو مریض ونه ګوري، تر هغې چې یاده پرېکړه نه وي اخیستل شوي. وروسته د عامې روغتيا وزارت سرپرست راغی او ټولو ډاکټرانو څخه یې هیله وکړه، چې خپلو کارونو ته وګرځې او ژمنه یې وکړه، چې دا ستونزه به خپله د سرپرست حکومت له مشر سره شریکه کړي.»

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت دغه اعتراض سوی تفاهم بولي او نه مني، چې کاري اعتصاب دې شوی وي.

بل خوا پنځمه ورځ ده، چې د یاد فرمان په اړه د مالوماتو ترلاسه کولو په موخه له ماليې وزارت سره اړيکه کوو، خو مسوولین اړيکو ته ځواب نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په خواله رسنیو یو شمېر وېډیوګاني لاس په لاس کېږي او ښيي، چې په کې د اندرا ګاندي، وزیر محمد اکبرخان او ملالۍ زیږنتون ښځینه ډاکټرانو د معاش د کموالې په تړاو کاري اعتصاب کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist