Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مک کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا تاریخ کې تور داغ بللی

مک کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا تاریخ کې تور داغ بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/01

د امریکا ولسمشر جوبایډن تر لومړې تاکنیزې مناظرې وروسته، د دې هېواد استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال، هغه په درواغ ویلو تورن کړی او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل یې د امریکا پر لمن له تور داغ سره تشبیه کړي.

مک کال ویلي، د بایډن خبرو دی او نور امریکایان سخت په غوسه کړي او په وینا یې ډېری هغه څه چې په دې مناظره کې ورته اشارې شوې، ناهیلي کوونکې دي.

نوموړي د جوبایډن هغه څرګندونې له شرمه ډکې او د امریکايي سرتېرو د قربانیو له پامه غوځول بللي، چې ویلي و، د ده په دوره کې هېڅ امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی.

هغه زیاته کړه:« دا به د امریکا او د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په تاریخ کې تور داغ پاتې شي او دا هر څه د جو بایډن تر څار لاندې پېښ شوي. شرم دې وي پر هغه. شرم دې وي د هغه په بې رحمه څرګندونو، چې د سرتېرو د سرقوماندان په توګه د ده په دوره کې د ډېرو امریکايي سرتېرو قربانۍ له پامه غورځول کېږي.»

د دې ترڅنګ مک‌کال واک ته د اسلامي امارت یس بیاځلې رسېدو په لومړیو ورځو کې د بګرام په ګډون د یو شمېر زندانونو ماتېدل او د بندیانو ازادېدل د امریکا د امنیت لپاره ګواښوونکې پېښه بللې.

نوموړي د بایډن د دې خبرې د ردولو لپاره د وتلو پر مهال د ۲۰۲۱م ز کال د کابل هوايي ډګر هغې پېښې ته اشاره کړې، چې په کې د ګڼو عامو افغانانو ترڅنګ، ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول. 

هغه زیاتوي:«ولسمشر بایډن تېره شپه وویل:« حقیقت دا دی، چې زه په تېره یو لسیزه کې لومړنی ولسمشر یم چې په دوره کې یې، په ټوله نړۍ کې یو امریکایی سرتېری هم نه دی وژل شوی، هغه څه چې د ډونالډ ټرمپ په دوره کې ترسره شول.، ولسمشره! دا دروغ دي »

د سیاسي چارو شنونکي هم د بایډن دغه څرګندونې د ټاکنیزو کمپاینونو یو برخه ګڼي چې په په وینا یې غواړي له یوې خوا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې اکثریت رایې خپلې کړي او له بلې خوا هڅه کوي د عامو امریکايانو ترمنځ له مسوولیتونو د خلاصون نوی ذهنیت سازي وکړي.

دوی له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل د بایډن د ادارې د ماتې په مانا بولي چې په وینا یې په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدلی.

دا لومړی ځل نه دی چې دغه امریکایي چارواکی له افغانستانه  د امریکايي ځواکونو پر مساله پر جوبایډن نیوکې کوي.

 له دې وړاندې هم هغه دغه مساله ناندریزه بللې او ویلي ول چې بایډڼ هڅه کوي په یوه او بله پلمه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو توجیه ولټوي او د عامو امریکایانو اذهان ګډ وډ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist