د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ښاروالۍتنظیفاتي کمېټې له لورې د ښار د پاکوالي اوږدمهاله اشر پیل شوی، د ښار په ټولو ناحیو کې به پلی شي.
د ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغه کمپاین له ترسراوي یې موخه عامه پوهاوی او ښاري فرهنګ دودول دي او غوښتنه کوي، چې ښاریان دې له ښاروالۍ سره د ښار پاک ساتلو په برخه کې همکاري وکړي.
د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید وايي:« موږ تېره میاشت شاوخوا ۱۰۰ یا ۲۰۰ کثافت دانۍ په ښار کې ځای پر ځای کړې. کومو ځایونو کې چې نه وي، کار روان دی، انشاء الله موږ په هغه ځای کې کثافت دانۍ لګوو. انشاء الله موږ به په ټول ښار کې کثافت دانۍ توزیع کړو او وبه یې لګوو.»
د ننګرهار کسبګرو او هټۍ والو خونې مشر بازمحمد ځوانمل وايي:« ښار مو ګډ کور دی او چاته په تمه نه شو، د خپل ښار د پاک ساتلو لپاره هر ښاري، هر وګړی باید خپل مسوولیت او رسالت ادا کړي او د خپل ښار پاک ساتلو کې اقدام وکړي.»
په ورته مهال د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي ډاډ ورکوي چې د ښار پاکوالي په برخه کې به له ښاروالۍ سره ګډې هلې ځلې کوي.
دوی له مسوولینو غوښتنه کوي، هغوی چې د ښار پاک ساتلو ته پاملرنه نه کوي جدي قانوني چلن دې ورسره وکړي.
د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« ښار کې کانالازیسیون اړین دی، په دغه باران او طوفان کې د موږ ډېر ښاریان تاواني شول، د خلکو کورونه غرق شول.»
جلال آباد د هېواد پر کچه یو له هغو ښارونو دی، چې د اوړي په موسم کې په کې د تودوخې درجه لوړه وي، چې د هټۍ والو او ښاریانو له لوري د کثافاتو په غورځولو سره د تودوخې پر درجې پر زیاتوالي اغېز کوي؛ غوښتنې دا دي، چې د ښار پاکونې اشر سره سره دې د ښار د سمسورتیا په موخه کوټلي ګامونه واخېستل شي.