Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملي دفاع وزارت: د افغانستان پر حریم هر ډول تېری بې ځوابه نه پاتې کېږي

ملي دفاع وزارت: د افغانستان پر حریم هر ډول تېری بې ځوابه نه پاتې کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/30

د ټي.ټي.پي او پاکستان ضد وسله‌والو ډلو د ځپلو په موخه د ډيورنډ فرضي کرښې دا غاړه د عملیاتو د پیل او د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض په تړاو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تر وروستیو څرګندونو وروسته،  اسلامي امارت ملي دفاع وزارت ویاند په غبرګون کې د ياد پاکستاني چارواکي څرګندونې ناسنجیده او پاروونکې بللي.

ملي دفاع وزارت وايي، په هره پلمه پر افغان خاوره د هېوادونو هر راز تېری بې ځوابه نه پاتې کیږي او هر ډول احتمالي عواقب به یې د تېري کوونکي پر غاړه وي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پر پاکستاني لوري غږ کړی چې هېچاته پر حساسیت پاروونکو ورته ملي مسائلو نظر څرګندولو ته اجازه ورنه کړي، چې په خبره یې د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

هغه زیاتوي:« د افغانستان د ملي حاکمیت د نقضولو په اړه د پاکستان د ملي دفاع وزارت د وزیر څرګندونې یو ناخوښ عمل او د اوبو خړولو په مانا دي چې د هېڅ لوري پر ګټه نه دي. د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده چې هېڅ چاته دا اجازه ورنه کړي چې د حساسو موضوعاتو په اړه دا ډول پاروونکې څرګندونې وکړي. د افغانستان اسلامي امارت ملي دفاع وزارت دا څرګندوي چې که هر څوک په هره پلمه زموږ پر حریم تېری وکړي؛ نو د پایلو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.»

په ورته مهال ملي دفاع وزارت وايي، اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.

پاکستان په پرلپسې توګه تور پورې کوي، چې ګواکې هلته ترسره کېدونکي وسله وال بریدونه د ډیورنډ فرضي کرښې دا غاړه طرحه کېږي.

خواجه اصف د پاکستان امنیت تر هر څه مهم ګڼي او په خبره یې د دې کار لپاره افغان خاوره کې هم پر عملیاتو سربېره هر ګام پورته کولو ته چمتو دي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا هغه پلمې او بهانې دي چې د انګرېزانو په وسیله دوی ته دستور ورکول کېږي او خپله پاکستان هم نه غواړي چې افغانستان یو پیاوړي نظام ولري؛ نو همدې لپاره د دې هېواد پر وړاندې ډېر قاطع چلن ته اړتیا ده. دا ځل چې پاکستان هر جزوي عمل ترسره کړي د افغانستان ملي دفاع وزارت دې یې پر وړاندې لس چنده جدي عمل ترسره کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « کاش پاکستان داسې یو عمل ترسره کړي چې افغانان راوپاروي او که دا راوپارېدل نو بیا به له اټوم، وسلو او مسایلو سره دا پنجابیان هند خوا ته ځي او افغانان تر اټکه پورې همدې ته ناست دي او نوره یې حوصله ډېره تنګه شوې، ان له هغې غاړې افغانان، پښتانه او بلوڅان هم نور تر پزې راغلي دي.»

پاکستان له دې وړاندې هم تېرکال د کب میاشتې په ۲۷مه د خوست پر سپېرې او د پکتیکا په برمل  ولسوالیو کې د عامو خلکو پر کورونو هوايي بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډوڼ اته کسان ووژل او ګڼ شمېر نور يې ټپیان کړل.

سرپرست حکومت هغه مهال هم دغه برید غیرسنجیده اقدام او د افغانستان پر حریم تجاوز بللی و.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « پاکستان عموماً دا خبرې کړي دي، څو ځله یې کړي او دا په دې خاطر هم کوي چې د افغانستان له لوري تراوسه جدي عکس‌العمل نه دی ښودل شوی، دا که د جمهوریت په وخت کې هم و پاکستان څو ځل پر افغانستان بمباري کړې، په دې خاوره یې تېری کړی او اسلامي امارت په وخت کې هم دې تېري دوام پیدا کړی دی؛ نو پاکستان پوهېږي چې افغانستان د متقابل ځواب امکانات په لاس کې نه لري.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر افغان خاوره د احتمالي بریدونو په تړاو تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي يې دي، چې د پاکستان د امنیت ساتنې لپاره چمتو دي دغه عملیات ترسره کړي.

د دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د جون پر ۲۳مه د پاکستان لومړي وزیر په مشرۍ یوې لوړپوړې کمېټې د ترهګرۍ پر وړاندې د ٬٬عزم استحکام،، په نوم د پوځي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist